Language

د کندهار شاه مقصودي تسبو نړيوال بازار موندلى

کندهار (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): په کندهار کې له شاه مقصود ډبرو جوړېدونکې تسبې (تسبېح) نه يواځې په کور دننه، بلکې له هېواده بهر هم ځانګړى شهرت او ښه بازار لري.

د شاه مقصود ډبره د خاکرېز ولسوالۍ په غرونو کې موندل کېږي چې له را ايستنې وروسته ترې تسبې جوړېږي او بيا په لوړه بيه بازار ته وړاندې کېږي.

په دغه ولايت کې د تسبو جوړولو دغه لاسي صنعت اوږده مخينه لري چې د وخت په تېرېدو يې نوره وده هم کړې او ډېر مينه وال لري.

په کندهار ښار کې شاوخوا شل داسې کارځايونه شته چې لسګونه کسان په کې له يادې ډبرې د تسبو جوړولو پر کار بوخت دي.

استاد محمدقاسم چې د کندهار ښار په ښکارپور بازار کې د تسبو جوړولو کار ځاى لري او شاوخوا ١٢ شاګردان کار ورسره کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ډبرو د تسبو جوړولو هنر ډېر پخوانى دى او پوره ٥٠ کاله کېږي چې پر دغه کار بوخت دى.

نوموړي زياته کړه: ((له ما مخکې زما پلار او زموږ د کورنۍ نورو غړو هم تسبې جوړولې او په دغه هنر کې يې ښه نوم او مهارت درلود، زه په خپله هم له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې د تسبو جوړولو په هنر بوخت يم.))

دى وايي، د تسبو لپاره ډبرې د خاکرېز ولسوالۍ له غرونو راوړل کېږي چې لوړه بيه لري او د شاه مقصود په ډبرو شهرت لري.

د نوموړي په وينا، دغه قيمتي ډبره د سيمې د اوسېدونکو له خوا په ډېر زحمت موندل کېږي او بيا کندهار ښار ته راوړي او دوى يې بيا د تسبو جوړولو په موخه ورڅخه پېري.

هغه زياته کړه، شاه مقصودۍ ډبرې بېلابېل رنګونه لري، چې ژېړ، زرغون او سور يې مشهور دي، خو اوبي رنګ يې ډېر ناياب دى او په ندرت موندل کېږي.

دى وايي، پخوا چې برېښنايي وسايل نه وو، د تسبو جوړولو کار ډېر سخت و، خو اوس چې څه نا څه برېښنايي وسايل شته، د تسبو جوړول نسبتاً اسانه شوي دي.

هغه زياته کړه، له ډبرې د تسبو جوړول شپږ پړاوونه لري چې لومړى يې د ډبرو ټوټه کول، دويم يې د تسبو د دانو په اندازه جوړول، درېيم يې سوري ورکول، څلورم يې پرېولل، پنځم يې توږل او صافول او شپږم يې په تار کې پېيل دي.

د ده په خبره، د تسبو د صافولو او سوري ورکولو چارې د هغو ابزارو او ماشينونو په وسيله ترسره کوي چې د دوى له خوا همدلته په خراديو کې جوړ شوي دي.

دى وايي، د تسبو جوړول ډېر ظرافت او خواري غواړي، پخوا چې وسايل نه وو او د تسبو جوړولو ټول کارونه په لاس ترسره کېدل، نو يوه جوړه تسبې يې په يوه اوونۍ يا لسو ورځو کې جوړولې، خو اوس په ورځ کې درې جوړې تسبې جوړولاى شي.

د کندهار ښار يو بل تسبې جوړوونکى استاد عنايت الله وايي چې له تېرو ٣٠ کلونو راهيسې د تسبو جوړولو کاروبار کوي او په دې برخه کې ښه تجربه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په کندهار کې له شاه مقصود ډبرو د تسبو جوړول له لسګونو کلونو راهيسې دود دي چې نه يواځې په کور دننه په بېلابېلو ولايتونو کې مينه وال لري، بلکې بهرنيو هېوادونو ته هم لېږدول کېږي.

هغه زياته کړه، شاه مقصودي تسبې پاکستان، ايران، ترکيې، مصر، سوريې او ځينو نورو هېوادونو ته صادرېږي او هلته ښه شهرت لري او په لوړه بيه پلورل کېږي.

د ده په خبره، له شامقصود ډبرې څخه جوړې شوې تسبې له ١٠٠٠ افغانۍ څخه تر سل او يو سل او پنځوس زره افغانيو پورې بيه لري، چې د ډبرې په بڼې او رنګ پورې اړه لري.

دى وايي، پخوا به دغه تسبې تر ډېره د پاخه عمر کسانو خوښولې او اړولې، خو په دې وروستيو کې يې په ځوانانو کې هم مينه وال زيات شوي، چې ډېرى يې د موډ او فېشن لپاره اړوي.

د کندهار ښار د کابل دروازې اوسېدونکى عبدالواسع هڅيال له کلونو راهيسې د شاه مقصود ډبرې د تسبو مينه وال دى او تل قيمتي تسبې اړوي.

دى وايي، شاه مقصودي ډبره د خاکرېز ولسوالۍ غرب لور ته د شاه اغا(شاه مقصود) زيارت ته په ورڅېرمه غرونو کې موندل کېږي او له همدې امله يې د شاه مقصود د ډبرې په نوم يادوي.

د نوموړي په وينا، له شاه مقصود ډبرې د جوړو شوو تسبو په اړه په خلکو کې دا خبره ډېره مشهوره ده چې انسان ته سکون ورکوي او زړه يې ورسره خوشحاله کېږي.

هغه دغه راز وويل چې د شاه مقصودي تسبو يوه بله ځانګړتيا دا ده چې څومره يې په لاس کې اړوې، په هماغه اندازه نورې هم صافېږي او رنګ يې روښانه کېږي چې په دې توګه يې بيه نوره هم لوړېږي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د هنر او ادب څانګې امر عزيزاحمد عزيز وايي که څه هم په کندهار کې له نورو سيمو له راوړل کېدونکو ډبرو هم تسبې جوړېږي، خو د خاکرېز ولسوالۍ د شاه مقصود له ډبرو جوړېدونکې تسبې ځانګړى ارزښت او شهرت لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د تسبو جوړولو دغه هنر د کندهار د لاسي صنعت مهمه برخه جوړوي او تر لسګونو کلونو پورې قدامت لري.

Related Topics