کندهار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٣): د کندهار سرپرست والي د جوماتونو له ملاامامانو وغوښتل چې له ښځو سره د تاوتريخوالي پر ضد دې خپل غږ پورته کړي او د وعظونو پر مهال دې خلکو ته د هغوى د حقونو په اړه پوهاوى ورکړي.
ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې د ليندۍ په ١٧مه، له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه په جوړ شوي ورکشاپ کې وکړې، چې د UNDP په مالي ملاتړ د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په تالار کې جوړ شوى و.
په دې ورکشاپ کې د والي تر څنګ د کوچنيانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا، د استيناف محکمې رييس قضاوتمن شمس الرحمان رييس خېل، د اطلاعاتو او کلتور رييس دواخان مينه پال، د ښځو چارو رييسې روقيې اڅکزۍ، د پوهنتون محصلينو او يو شمېر مېرمنو ګډون کړى و.
ډاکټر توريالي ويسا وويل چې په افغاني ټولنه کې مېرمنې له راز راز ظلمونو او کړاوونو سره مخ دي چې مخنيوى يې د ټولنې د هر غړي مسووليت دى.
هغه زياته کړه، په داسې حال کې چې مېرمنې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او د ټولنې په پرمختګ کې مهمه ونډه لري، خو بيا هم له تاوتريخوالي، بې سوادۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وينا، مېرمنې هغه مهال له دغو ستونزو ژغورل کېداى شي، چې د زده کړې غم يې وخوړل شي، ځکه افغاني ټولنه تر هر څه زيات د ښځو زده کړې ته سخته اړتيا لري.
ويسا له والدينو وغوښتل چې د زامنو تر څنګ په خپلو لوڼو زده کړې وکړي او دغه راز يې د جوماتونو له ملا امامانو هم وغوښتل چې د ښځو د حقونو لپاره خپل غږ پورته کړي او د هغوى پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى وکړي.
په کندهار کې د کوچنيانو د مدني ټولنې مشرې ډاکټر رنګينې ويسا هم وويل چې په دې ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتريخوالى ژورې ريښې لري، چې د مخنيوي لپاره يې ډېر کار او پراخو هڅو ته اړتيا ده.
هغې زياته کړه، په بدو کي د مېرمنو ورکړه، اجباري نکاح، له مېرمنو څخه د خاوند د انتخاب حق تلف کول، په کم عمر کې د نجونو ورکړه، په ميراث کې حق نه ورکول، بېسوادي او په لسګونو نورې هغه ستونزې دي چې د ښځو ژوند يې تريخ کړى دى.
هغې له نارينه وو وغوښتل چې له مېرمنو سره له تاوتريخوالي او ظلمونو لاس واخلي.
په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رييس، د استيناف محکمې رييس او يو شمېر نورو ګډونوالو هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې ټولې ادارې دې په ګډه د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره کار وکړي.
د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار د ښځو چارو رييسې ويلي وو چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې چې اصلي لامل يې ناامني او د پوهې د کچې ټيټوالى دى.
د ښځو چارو رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٩٣ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې شاوخوا ١٨ پېښې د ښځو چارو رياست له خوا حل او فصل شوې دي.