Language

کندهار کې چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار ښار (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): په کندهار ولايت کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لېندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون ماښام  د ډنډ ولسوالۍ په مزارکلا سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ياد کلي ماشومانو د هاوان مرمۍ سرګلوله پيدا کړې وه او بيا يې پرې لوبې کولې چې پرې چاودېدلې ده.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

خپلواک وويل چې ټپي ماشومان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى حبيب الرحمن وايي چې مړه او ټپي ماشومان د دوو کورونو دي او له ناچاودېدلې سرګلولې سره يې لوبې کولې.

Related Topics