Language

بلخ کې له پانګه والو سره د ۴،۳ ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته وشوه

مزارشريف (پژواک ۱۸ ليندۍ ۹۳): په بلخ ولايت کې د امريکا متحده ايالاتو د کوچنۍ او منځنۍ کچې پانګونې په برخه کې د ۴،۳ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته وکړه.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ او صنايعو رييس شېراحمد سپاهي، په دې اړه تر جوړې شوې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرسته د ابادۍ په نامه پروګرام، چې د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) له لوري په لاره اچول شوی، ترسره شوې ده.

ده زياته کړې، له اووه تنو سره د هغوی د پانګوالۍ د هڅونې په موخه په اړوندو برخو کې د توليدي سامان الاتو مرسته وشوه، چې اسناد يې نن د بلخ ولايت د اقتصاد پوهانو او د مدني ټولنو د ځينو غړو په شتون ورکړل شول.

د هغه په وينا، په دغه پانګونه کې د ښځو د سپورت مرکز، چاپخونه، د رسنيزو توکو د توليد تجهيزات، د جامو د توليد د دوو مرکزونو تجهيزات او د فلزکارۍ يوه دستګاه شامله ده.

فرشته مقصودي، چې د جامو د توليد مرکز يې د يادې پانګونې په لړ کې جوړ کړی، پژواک ته وويل، چې په لومړي ځل يې په خپل مديريت سوداګريزې چارې پيل کړې دي.

نوموړې زياته کړه، له دې مرستې سره به يې په خپل کاروبار کې دېرشو نورو مېرمنو ته د کار زمينه برابره شي.

د ابادۍ په نامه د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې دغه ډول مرستې د بلخ ترڅنګ د هېواد په کابل، ننګرهار او هرات ولايتونو کې هم پلي شوي، چې له نويو سوداګرو سره د پانګونې په برخه کې مرسته کوي.

Related Topics