Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جندالله شبکې يوه ډله د سولې له بهير سره يو ځاى شوه

کندوز (پژواک، ١٨ لېندۍ ٩٣): د دولت پر مخالفې وسله والې ډلې جندالله پورې اړوند اته کسيزه ډله له خپلو وسلو او مهماتو سره د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يو ځاى شوه.

جندالله د ازبکستاني طالبانو په تحريک (طاهر يولداش) پورې تړلې دولت ضد شبکه ده چې د افغانستان په شمالي سيمو کې فعاليت لري او تل د دولت پر وړاندې وسله والې جګړې کوي.

د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني د دغو کسانو د يوځاى کېدو په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده ډله چې د جندالله په شبکې پورې تړاو لري، د القاعده فعال غړي وو او تېره ورځ ماښام د سولې له پروسې سره يوځاى شول.

د کندوز د سولې عالي شورا مشر اسدالله عمرخېل هم وويل چې دې ډلې له څه مودې راهيسې د سولې له عالي شورا سره اړيکه نيولې وه او د دولت د رښتينولۍ په درک سره د سولې او ملي پخلاينې له پروسې سره يوځاى شول.

عمرخېل يادونه وکړه چې دغو کسانو ته د سولې شورا له خوا د کارموندنې د زمينې برابرولو ترڅنګ د هغوى د ژوند د خونديتوب لپاره امنيتي ځواکونه هم کار کوي.

د دې اته کسيزې ډلې قوماندان چې د ډلې مشري يې پر غاړه وه او د خپل نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل چې له تېر يوه کال راهيسې د کندوز په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې جنګېدل او په وروستيو کې يې درک کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه په حقه نه ده او ګټه يې نورو ته رسېږي.

هغه زياته کړه چې له خپلو کسانو سره په مشوره يې د سولې او ملي پخلاينې لاره غوره وګڼله، د سولې له عالي شورا سره يې اړيکه ونيوه او له دغه عادي بهير سره يو ځاى شول.

نوموړي له اړوند چارواکو غوښتنه وکړه چې دوى ته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

د کندوز د سولې شورا چارواکي وايي چې په وروستيو څو کلونو کې د دغه ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې له دولته ناراضه څه باندې ٥٠٠ کسان د سولې له بهير سره يو ځاى شوي چې له دې ډلې سلګونو کسانو ته د دې شورا له لارې دوامداره کار پيدا شوى دى.

 

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.