محمودراقي (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): د کاپيسا د زندان مسوولين وايي چې د يو شمېر زندانيانو د تېښتې مخه يې نيولې ده.
د دغه ولايت د مرکزي زندان مدير نصيراحمد ملکزاده د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، زندانيانو د يوې خونې له منځ څخه غوښتل د کلا د باندې ساحې ته لغم وباسي.
هغه زياته کړه چې د زندان امنيتي ساتونکو په دې اړه معلومات ترلاسه کړل او د هغوى د تېښتې مخه يې ونيوه.
ملکزاده وايي، هغه کسان يې چې په دغه کار کې يې لاس درلوده يا يې له زندانيانو سره په دې برخه کې مرسته کړې ده، ټول عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د زندان مدير زياتوي چې ياد بنديان له اړوندې خونې بلې خونې ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د يادونې ده چې د کاپيسا په زندان کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې سياسي او د جنايي پېښو زندانيان اوسېږي چې د معياري ودانۍ د نه شتون له امله په يوه کرايي کور کې زندان جوړ شوی دی.