Language

سږ په ختيځ کې ١٦٠٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ۱۹ لېندۍ ٩١): په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وايي، چې په روان لمريز کال کې په ختيځ کې ١٦٠٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدې دغه خبرې د لېندۍ  په ١٩مه  د بشري حقونو د نړيوالې ورځۍ د لمانځغونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په دې غونډه کې د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم، يو شمېر نورو چارواکو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.

صبرينا حميدي زياته کړه چې په تېرو نهو مياشتو کې په ختيځ زون کې د ملکي تلفاتو په کچه کې ځانګړی کموالی نه دى راغلى.

د هغې په وينا: ((سږ کال  ۱۶۰۶ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۴۰۱ کسان په کې مړه او پاتې ټپيان دي.))

حميدې زياتوي چې د تېر کال په پرتله د پوهنې، روغتيا، د بيان د ازادۍ او په داسې نورو برخو کې پرمختګ شوى دى.

نوموړې وويل: ((دا سمه ده چې پېښې به ډېرې ثبت شوې وي، خو زموږ کارونه چې څومره پراخېږي هغومره د پېښو د ثبت کچه هم لوړېږي.))

د دې په خبره، په تېرو نهو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۹۵ پېښې ثبت شوې چې ډېرې يې هوارې شوې او پر نورو کار روان دى.

د هغې په وينا، د قضيو د درجه بندۍ په لحاظ لومړى ننګرهار، بيا لغمان او ورپسې د کونړ ولايت ياديږي.

په ننګرهار کې د بشري حقونو نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې پرون سهار د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې څلور ملکي وګړي د وسله والو له خوا تر تښتولو وروسته ووژل شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.