مزارشريف (پژواک، ١٩ لېندۍ ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د دوو ښځو مړي موندل شوي دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د دوو مېرمنو جسدونه نن سهار د مزارشريف ښار په شمالي څنډه کې موندلي دي.
هغه زياته کړه چې د يادو ښځو تر وژل کېدو وروسته د هغو مړي د استوګني له کورونو لرې په يوه کنډواله کې غورځول شوي وو.
قادري وايي چې دغه ښځې زندۍ شوې يا په کوم بل ډول وژل شوې خو پر ځان يې د مرمۍ يا هم پر بلې وسيلې د وهلو او ويشتلو نښې نه معلومېږي.
د امنيت امر وايي چې اوس له وخت مخکې ده چې د دې وژنې انګېزه معلومه کړي، خو دواړه جسدونه يې د پلټنو لپاره عدلي طب ته لېږلي دي.
په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له دې پېښې د پژواک له لارې خبر شو او ژمنه يې وکړه چې خپل يوه پلاوي ته به په دې اړه د څېړنو لپاره دنده وسپاري.
هغه زياتوي چې ډېرى مهال په شمال کې ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله وژل کېږي او يا هم ځانوژنې کوي.
د يادو ښځو جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې نن د بشري حقونو نړيواله ورځ لمانځل کېږي .