Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ايساف د بې پيلوټه الوتکې بريد کې پنځه زده کوونکي وژل شوي

author avatar
11 Dec 2014 - 12:09
author avatar
11 Dec 2014 - 12:09

چاريکار (پژواک،٢٠ لېندۍ ٩٣): ځايي چارواکي وايي چې د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې د ښوونځي پنځه زده کوونکي په هوايي بريد کې وژل شوي، خو ايساف ځواکونه دغه پنځه تنه وسله وال مخالفين بولي.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو غوښتل تېر ماښام د سيدان درې په خشکي سيمه کې وسله وال مخالفين په نښه کړي چې له امله يې دغه زده کوونکي ووژل شول.

د سياه ګرد ولسوالۍ يو قومي مخور امر ستار وايي چې دغه زده کوونکي په يوه بڼ کې په درس ويلو بوخت وو او ازموينې ته يې چمتوالى نيوه.

خو د ايساف مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کسان د دولت وسله وال مخالفين وو.

سرچينه وايي، وروسته يې له هغه چې د پروان سياه ګرد سيمه يې تشخيص او ځان يې ډاډه کړ چې ملکي وګړي په کې نشته او وسله وال مخالفين په يوه پرانيستې ساحه کې حرکت کوي، نو دوى ورباندې هوايي بريد وکړ او په پايله کې يې ورڅخه پنځه کسان ووژل.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم په همدې سيمه کې ١٣ ملکي وګړو ته د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.