Language

د نشه يي توکو په برخه کې مرسته کېدونکې پيسې دې د روږدو په درملنه ولګول شي

محمودراقي (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): په کاپيسا ولايت کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو کورنۍ وايي چې په دې برخه کې مرسته کېدونکې پيسې د پروژو پر ځاى بايد د روږدو کسانو پر درملنه ولګول شي.

په کابل کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت هغو ولايتونو ته ځانګړې پيسې ورکوي چې په کې نشه يي توکي په کمه کچه يا بېخي نه کرل کېږي، پر دغو پيسو بيا په اړوندو ولايتونو کې د بيارغونې بېلابېلې پروژې پلې کېږي.

خو په کاپيسا کې د هغو کسانو کورنۍ چې غړي يې په نشه يي توکو روږدي وي، وايي چې پر يادو پيسو دې د روږدو کسانو په درملنه او د هغوى پر کورنيو ولګول شي.

د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ د صالح کلا سيمې يوه اوسېدونکي شاه اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونه کسان يې په کلي کې پر نشه يي توکو روږدي دي.

هغه زياته کړه: ((زما خپله دوه وروڼه په هيروينو روږدي شوي دي، خو تر اوسه د دوى ددرملنې لپاره هېڅ اقدامات نه دي شوي.))

د نوموړي په وينا، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ولايتونو ته په دې برخه کې ډېرې پيسې ورکول کېږي، خو دا پيسې په داسې پروژو لګول کېږي چې دوى ته يې ډېره ګټه نه رسېږي.

شاه اغا وړانديز کوي چې دا پيسې دې د روږدو کسانو پر درملنې او د هغو کسانو پر کورنيو چې په بد وضعيت کې دي، ولګول شي.

د خيرالله په نوم د اله ساى ولسوالۍ يو اوسېدونکى وايي چې ورور يې له تېرو څو کلونو راهيسې په ترياکو روږدى شوى دى.

هغه زياتوي چې ورور يې ښځه او ماشومان هم لري چې په ډېر بد وضعيت کې قرار لري، خو تر اوسه ورسره چا هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د نجراب ولسوالۍ اوسېدونکى محمدطارق هم ورته خبر کوي او وايي چې د نشه يي توکو د نه کر پر سر چې کومې پيسې راځي په هغو کې فساد کېږي او د څو کسانو جېبونو ته ځي.

هغه زياتوي چې په دغه ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره زياته ده، خو تر اوسه د دوى د درملنې او يا يې له کورنۍ سره د مرستو لپاره هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

په کاپيسا ولايت کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالعليم عيار بيا وايي چې اړونده وزارت يو ميليون ډالر هغو ولايتونو ته ورکوي،چېرته چې د نشه يي توکو کښت صف ته راټيټ شوى وي.

نوموړى وايي چې يادې پيسې بيا د حکومت او د خلکو په مشوره د بيارغونې پر پروژو لګول کېږي .

د هغه په وينا، تر اوسه داسې کوم پروګرام نه لري چې ګواکې د روږدو کسانو له کورنيو سره هم کوم ډول مرسته وشي.

همدا ډول د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي، پر يادو پيسو چې ښوونځي او کلينيکونه جوړېږي د همدغو روږدو کسانو اولادونه ترې ګټه ترلاسه کوي.

د يادونې ده چې د کاپيسا په تګاب، اله سای او د نجراب ولسوالۍ په ناامنو برخو کې د کوکنارو کښت هم کېږي او له همدې ځايه د هېواد جنوبي او ختيځو ولايتونو ته استول کېږي.