جلال اباد-غزني (پژواک،٢٠ لېندۍ ٩٣): د غزني او ننګرهار په ولايتونو کې څلور وسله وال وژل شوي، بلخوا ٣٦ کيلوګرامه چرس او ورسره په تړاو د دوو پاکستانۍ مېرمنو په ګډون شپږ تنه نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد وايي، په دغه ولايت کې يې ٣٦ کيلو چرس او ورسره په تړاو يې د دوو پاکستانۍ مېرمنو په ګډون شپږ کسان نيولي دي.
شېرزاد د لېندۍ په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو دغه کسان او چرس تېره ورځ ناوخته په بېلابېلو عملياتو کې نيولي دي.
نوموړي وويل چې نيول شوې پاکستانۍ ښځې يې له يوه اندازه دغو توکو سره هغه مهال په بهسودو ولسوالۍ کې ونيولې چې له کونړ ولايته-جلال اباد ته په لاره وې.
هغه په دې اړه ډېر څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه چې په دې تړاو يې له نيول شوو کسانو څخه څېړنې پيل کړې دي.
بلخوا د غزني چارواکي وايي چې د اندړو په ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال طالبان وژلي او پنځه نور يې ټپيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک اژانس ته وويل، د ګډو پوځيانو دا عمليات تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د سردار قلعه د سرکي او چهاردېوالي په سيمه کې کړي دي.
نوموړی وايي، په سيمه کې اوس هم عمليات روان دي چې ځايي خلکو او افغان سرتېرو ته په کې زيان نه دى اوښتى.
د غزني اندړو ولسوالۍ د سردارکلا اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې د پوليسو او ملي اردو عمليات روان دي او تېره شپه يې د ډزو غږونه هم اورېدلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.