ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو پر موټر ځانمرګى بريد کې ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو پر موټر ځانمرګى بريد کې ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
13 Dec 2014 - 16:21
د ملي اردو پر موټر ځانمرګى بريد کې ٢٥ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
13 Dec 2014 - 16:21

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٣): په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت د مامورينو پر موټر ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې ٢٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پېښه نن د ليندۍ په ٢٢مه، د مازيګر په شاوخوا ٣ بجو او ٥٠ دقيقو د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړونده د ګذرګاه په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د عثمان په نامه د پېښې يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ځانمرګي بريدګر د ملي دفاع وزارت د مامورينو پر يوه ٣٠٣ موټر بريد کړى دى.

سرچينه زياتوي، تر بريد وروسته سخته چاودنه رامنځته شوه، چې له امله يې ياد موټر اور اخيستى دى.

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ١١٩ شمېرې مسوول سمونوال همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ګذرګاه کې د ملي اردو يو ٣٠٣ موټر په نښه شوى، چې له امله يې په موټر کې اور لګېدلى دى.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي د پېښې په ځاى کې خبريالانو ته وويل، چې د اطفايې د ناوخته رارسېدلو له امله، يو شمېر مړي سوځېدلي دي، خو هغه هم شمېره ونه ښوده.

د کورنيو چارو سرپرست وزير ايوب سالنګى وايي، په دې بريد کې اووه سرتېري وژل شوي او د يو شمېر ملکي وګړو په ګډون ١٧ نور ټپيان دي.

د عامې روغتيا وزارت د روغتونونو سرييس ډاکټر عبدالکبير اميري پژواک اژانس ته وويل، چې ابن سينا روغتون ته ١٨ ټپيان ور وړل شوي، چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى؛ طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دوى په ګذرګاه کې د ملي اردو يو موټر په نښه کړى او تر ٤٠ پورې سرتېرو او افسرانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کابل کې له نږدې لسو ورځو وقفې وروسته، يو ځل بيا د ځانمرګو بريدونو او چاودنو لړۍ پيل شوې ده.

 د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل په تره خېلو سيمه کې د ملي اردو پر موټر ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې ٦ سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور ژوبل شول.

دغه راز په همدې ورځ ماښام مهال د کابل په استقلال لېسه کې د يوه فلم د نندارې پرمهال ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې يو المانى وګړى ووژل شو او ٢٠ نور ژوبل شوي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.