ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو دوولس ماين پاکان وژلي

وسله والو دوولس ماين پاکان وژلي

author avatar
13 Dec 2014 - 14:14
وسله والو دوولس ماين پاکان وژلي
author avatar
13 Dec 2014 - 14:14

دويم تعقيب-لښکرګاه (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): د هلمند په واشېر ولسوالۍ کې پر ماين پاکانو د وسله والو په بريد کې ١٢ ماين پاکوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار فريداحمد د لېندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په واشېر ولسوالۍ کې پر ماين پاکانو وسله والو طالبانو بريد کړى دى.

فريد وويل دغه بريد نن غرمه شاوخوا ١٢ بجې شوى چې د اېس، ډي،اى (Sterling D mining Afghanistan) موسسې ١٢ ماين پاکان په کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

بلخوا د ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال جنرال غلام فارق پرواني وايي تر بريد وروسته يې پر بريدګرو هوايي او ځمکني عمليات کړي چې ځيني يې ترې وژلي او درې تنه يې نيولي هم دي.

ده وويل: ((دا موسسه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې چارې ترسره کوي، امنيتي کسان يې نه درلودل، وسله والو پرې ډله ييز بريد کړى، کله چې موږ خبر شوو له هوايي ځواکه مو کار واخيست، ډېرى وسله وال مو وژلي چې د څلورو جسدونه يې سرتېرو له ځان سره راوړي او درې مو ژوندي نيولي دي.))

هغه وويل چې له وسله والو يې موټرسايکل او وسلې هم نيولي دي.

هغه د وژل شوو د شمېر په اړه وويل: ((يوازې ١١ ماين پاکان وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.))

بلخوا يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بريد کې ١٢ ماين پاکان وژل شوي او ډېر نور ټپيان دي.

د سټارلينګ په نوم د ماين پاکۍ موسسې يوه کار کوونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د شوراب په سيمه کې د دې موسسې ماين پاکان کار کوي چې وسله والو پرې بريد کړى دى.

هغه وويل، يو شمېر وسله وال پر موټرسايکلو ورغلي او پر ماين پاکانو يې ډزې کړې چې زيات شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.