کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني په هلمند ولايت کې د دولسو ماين پاکانو وژل کېدل په کلکه وغندل.
د هلمند ولايت د واشېر ولسوالۍ د شورابک په سيمه کې، نن غرمه مهال وسله والو مخالفينو د ماين پاکۍ پر مرکز بريد کړى و، چې له امله يې ١٢ ماين پاکان ووژل شول او شپږ نور ژوبل شوي دي.
له ارګ څخه د ليندۍ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر دغه بريد په کلکه غندلى دى.
هغه زياته کړې، هغه څوک چې د کار اصلي موخه يې دا وي، چې خلکو ته بشري مرستې ورسوي، خپل ژوند په خطر کې واچوي او عامو وګړو ته د تګ را تګ لارې د ماين له خطر څخه پاکې کړي او افغان بزګرانو ته دغه فرصت برابر کړي، چې له کومې وېرې پرته خپلې ځمکې وکري، د هغوی وژنه په هېڅ ډول او هېڅ منطق توجيه کېدای نه شي.
ولسمشر غني د دا ډول بريدونو ترسره کول، د ټولو منل شويو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف ناروا او وحشي عملونه بللي او هغه يې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله، چې نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP