ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پاى ته ورسېدې

په کونړ کې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پاى ته ورسېدې

author avatar
13 Dec 2014 - 13:03
په کونړ کې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پاى ته ورسېدې
author avatar
13 Dec 2014 - 13:03

اسعداباد (پژواک، ٢٢ لېندۍ ٩٣): په کونړ ولايت کې د ځايي لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د ځوان فکري يون لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

د کرکټ دا شل اووريزې سيالۍ چې د کونړ د کرکټ بورډ ادارې له خوا په منډ‌ه کول لوبغالي کې پيل شوې وې، په کې اتو وتلو لوبډلو برخه اخيستې وه.

د کونړ د کرکټ ادارې مشر انجنير لياقت حسرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو سياليو پاى لوبې ته ځوان فکري يون او باختر لوبډلو لاره موندلې وه.

هغه زياته کړه،، د پاى لوبې پچه چې پرون مازديګر ترسره شوه، د ځوان فکري يون لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

دى وايي چې ځــــوان فکري يون لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٦ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ٢٤٧ منډو هدف ورکړ.

د فکري يون ځوان لوبغاړي عبدالرحمن کډوال تر ټولو ډېرې منډې وکړې او په ۱۱ توپونو يې خپله نيمه سليزه پوره کړه او په ۵۸ منډو وسوځېد.

لياقت حسرت وايي چې د باختر کرکټ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړى او ټوله لوبډله يې په ١٣٧ منډو وسوځېده.

د يون له لوري باطن شاه د باختر لوبډلې څلور او فريد ملک درې لوبغاړي وسوځول، باطن شاه د دې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د پاى لوبې نندارې ته د سلګونو نندارچيانو ترڅنګ د کونړ والي شجاع الملک جلاله، ځايي چارواکو، د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظيم جار عبدالرحيمزي، د لوبه کرکټ کميونټي مشر ضراب شاه زهير او د کرکټ ځايي مسوولينو برخه اخيستې وه.

د کورني کرکټ مسوول نظيم جان عبدالرحيمزي پژواک اژانس ته وويل چې د دې ډول سياليو په ترسره کولو سره په سيمه ييزه کچه د کرکټ لوبې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه چې د اسعداباد د منډه کول په کرکټ لوبغالي د بيارغونې يو شمېر کارونه پيل شوي او ډېر ژر به په کې نور کارونه هم وشي.

د کونړ والي پر لوبغاړو مډالونه او جايزې ووېشلې او زياته يې کړه چې د ولايت مقام تل هڅه کړې چې د ځوانانو لپاره د لوبو زمينه برابره کړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.