Language

د کاپيسا خلک د کابينې ژر اعلان غواړي

محمودراقي (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): د کاپيسا ولايت يو شمېر اوسېدونکي نيوکه کوي چې د ملي وحدت حکومت د کابينې پر سر پر ناندريو بوخت دي، خو بلخوا هره ورځ لسګونه هېوادوال په ناامنيو کې وژل کېږي.

دوى وايي چې دولتي چارواکي لومړی د ټاکنو د پايلو پر مهال ټولو افغانانو ته اقتصادي زيان ورساوه او رواني ستونزې يې ورته پيدا کړې، خو چې اوس حکومت رامنځته شوى، پر کابينې نه سره جوړېږي.

د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي امرالله پژواک خبري اژانس ته وويل، هره ورځ چې له خوبه راپاڅېږي نو لومړى د چاودنې يا ځانمرګي بريد خبر اوري.

هغه زياته کړه: ((ناامنۍ نه يواځې په کابل کې زياتې شوې، بلکې په ولايتونو کې هم زياتې شوې او هره ورځ په بېلا بېلو پېښو کې لسګونه هېوادوال وژل کېږي.))

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې دوى د کابينې پر سر پر اختلافاتو بوخت دي او د ولس د امنيت غم ورسره نشته.

امرالله وويل چې حکومت د يوې اوونۍ او بلې اوونۍ ژمنې ورکړي، خو بيا هم کابينه نه اعلانوي او ولس يې په ستونزو کې ساتلى دى.

د ولايت د مرکز يو اوسېدونکى حبيب الله بيا وايي چې د ملت مشران بايد ولس ته ځواب ورکوونکي وي او د هر افغان ژوند ته ارزښت ورکړي.

هغه زياته کړه: ((حکومت دې بايد ژر کابينه اعلان کړي، څو اړوند وزارتونه خپل کارونه په سمه توګه پر مخ بوځي، هم به ورسره امنيت ښه شي او هم به ولس په ښه توګه خپل ورځني کارونه پر مخ بوځي.))

د حاجي شېرمحمد په نوم د کاپيسا د مرکز يو بل اوسېدونکى بيا وايي، که چېرې حکومتي مشران غواړي ولس ته خدمت وکړي، نو يوه ښه کابينه دې ژر تر ژره اعلان کړي.

هغه زياتوي: ((هره ورځ په لسګونه امنيتي ځواکونه او ملکي وګړي په جګړو کې وژل کېږي، خو زموږ مشران د کابينې پر سر په لانجو کې اخته دي او د ولس هېڅ غم ورسره نشته.))

د نوموړي په وينا، د کابينې تر جوړولو د يوه افغان ژوند ژغورل مهم دي او حکومت بايد د خپل ولس امنيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د ولايت د مرکز د نواباد سيمې يو اوسېدونکى خيرمحمد بيا وايي چې نوي حکومت ته د خلکو ډېرې هيلې وې، خو اوس له خپل حکومته نهيلې شوي دي.

هغه له اشرف غني او عبدالله وغوښتل چې نور دې د بې ګناه افغانانو د وينو د تويېدو مخه ونيسي.

په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازى حاجي محمد اقبال ساپى هم وايي چې د کابينې په اعلان کې ځنډ د هېواد پر امنيت بده اغېزه کړې ده.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، کاشکې د نوي حکومت له جوړېدو سره د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو لپاره وزيران ټاکلي واى، اوس به امنيت نسبي ښه واى.

هغه زياته کړه: ((اوس که هم دغه کابينه ژر اعلان شي نو زه ډاډمن يم چې په هېواد کې عمومي وضعيت بېرته ښه کېږي او ورسره به د ناامنيو مخه هم ونيول شي.))

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې ويلي وو چې په راتلونکو درېيو اونيو کې به کابينه اعلان شي.