Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ دانګام کې وسله والو د سيمې له خلکو سره جګړه پيل کړې

author avatar
14 Dec 2014 - 16:16
author avatar
14 Dec 2014 - 16:16

اسعداباد (پژواک، ٢٣ لېندۍ ٩٣): د کونړ امنيه قوماندان وايي،د پاکستانيانو په ګډون لسګونو وسله والو د دانګام له سيمه ييزو خلکو سره جګړه پيل کړې ده.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نن سهار له نږدې اوو بجو راهيسې لسګونو پاکستاني او افغان طالبانو د دانګام ولسوالۍ د شينکۍ سيمې پر کليو بريدونه پيل کړي او تر اوسه دوام لري.

هغه وويل، تر اوسه په دې جګړه کې دوه قومي پاڅون کوونکي ټپيان شوي، اته وسله وال طالبان په کې مړه او ١٦ نور ټپيان شوي چې مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

ده وويل چې افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او له وسله والو سره يې جګړه پيل کړې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي جاجي مزمل پژواک اژانس ته وويل چې لا هم خلک له وسله والو سره مقاومت کې او څو وسله وال يې وژلي هم دي.

نوموړي وويل، له کونړ څخه د بهرنيو پوځيانو تر وتلو وروسته د شينکۍ سيمې اوسېدونکو تړون کړى چې تر دې وروسته به وسله والو طالبانو ته په سيمه کې ځاى نه ورکوي.

هغه وويل، پر دې سيمه له ډېر مودې راهيسې د پاکستان توغندويي بريدونه کېدل او اوس چې دغه برېدونه بند شوي پاکستاني طالبانو ډله ييز بريد پيل کړى دى.

هغه وويل: ((موږ له وسله والو سره د جګړې توان لرو، خو د افغان سرتېرو مرستو ته هم اړتيا ده چې بايد د دغو وسله والو پر ضد له موږ سره يو ځاى جګړه وکړي.))

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دانګام کې يې پر عسکرو بريد کړى، درې تنه يې وژلي او يوه پوسته يې نيولې ده؛ خو د خپلو وسله والو د مرګ ژوبله په اړه يې څه نه دي ويلي.

Views: 0

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.