Language

د ملي اردو د پنځو سرتېرو مړي وموندل شول

غزني (پژواک ۲۴ ليندۍ ۹۳) : چارواکي وايي ، وسله والو طالبانو د ملي اردو هغه پنځه سرتېري وژلي ، چې څلور ورځې مخکې يې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې تښتولي وو.

وسله والو طالبانو دا سرتېري د ليندۍ په٢٠ مه د کندهار- کابل پر لاره د غزني د قره باغ ولسوالۍ د سپين بند په سيمه کې له موټره ښکته کړي او تښتولي وو.

هغه مهال چارواکو ويل، چې د دغو سرتېرو د پيدا کولو لپاره يې عمليات پيل کړي، خو نن (ليندۍ ٢٤مه ) ولايتي ادارې تاييده کړه چې د دې سرتېرو مړي يې موندلي دي.

په  غزني کې د ۲۰۳  تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند جګړن نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دې سرتېرو مړي يې د ”ملوک” په سيمه کې پيدا کړي دي.

هغه وويل، چې دې سرتېرو په کندهار ولايت کې دنده درلوده او کور ته د راتګ پر مهال وسله والو طالبانو له  شخصي موټره  ښکته کړي وو.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک اژانس ته وويل، چې دا سرتېري څلور ورځې مخکې تښتول شوي وو او تېره شپه وژل شوي دي.

په قره باغ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان محمداعظم پژواک ته وويل،چې د دغو سرتېرو د پيدا کولو په موخه يې پلټنې وکړې، خو وسله والو نامعلوم ځاى ته انتقال کړي وو.

د ملوک د سيمې يوه اوسېدونکي روح الله پژواک وويل، چې وسله والو طالبانو نن شپه د پنځو سرتېرو مړي د دوى د جومات مخې ته اچولي وو.

روح الله زياتوي، چې د سيمې خلکو امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړ او هغوى  د وژل شوو سرتېرو جسدونه انتقال کړل.

د غزني د ولايتي روغتون رييس  بازمحمد همت پژواک ته تاييد کړه، چې نن سهار له دغه پېښې د ملي اردو د درې سرتېرو مړي ور وړل شوي، چې پر بدن يې د مرميو نښې نښانې دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics