Language

موټر بم او د ځانمرګو واسکټونه نيول شوي

ښرنه (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٣): د پکتيکا چارواکي وايي، چې د مټاخان او زرمت ولسواليو تر منځ سيمه کې يې موټربم او چاودېدونکي توکي نيولي او لېږدونکي يې تښتېدلي دي.

د پکتيکا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نثار احمدعبدالرحيمزي د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا موټر بم او چاودېدونکي توکي يې تېره شپه نيولي دي.

هغه وويل چې موټر د ځانمرګي بريد په موخه چمتو شوى و او دننه په کې د ځانمرګي درې واسکټونه هم پراته وو.

نوموړي زياته کړه چې تراوسه يې په دې تړاو څوک نه دي نيولي ، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

 کورنيو چارو وزارت د ليندۍ په ٢٤مه په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دا عمليات تېره شپه د حاجي عمر په سيمه کې شوي دي.