Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې ٦٩تنه د دولتي ځمکې د غصب په تور ونيول شول

جلال اباد ( پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٣ ): امنيتي ځواکونو د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٦٩ تنه د دولتي ځمکې غاصبين نيولي دي.

د بټي کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب د ليندۍ په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو خلکو له ۲۳ کلونو راهيسې په سلګونه جريبه دولتي ځمکې غصب کړې وې.

هغه زياته کړه، چې د ننګرهار د کانال رييس انجنير زيارت ګل راحل، ولسمشرته د کانال د ځمکو د غصب په اړه مکتوب لېږلی و او ولسمشر د ننګرهار والي ته امر کړى و، څو يادې ځمکې د غاصبينو له منګولو خلاصې کړي.

حاجي غالب وايي چې د بټی کوټ او غني خېلو ولسواليو د امنيه قوماندانانو، د بټي کوټ د ملي امنيت مدير او د سرحدي پوليسو د څلورم کنډک په مرسته نن د بټي کوټ ولسوالۍ د درېيم فارم په سيمه کې عمليات ترسره شول.

د نوموړي په وينا، د عملياتو په ترڅ کې هغه کورونه ړنګ شول، چې غاصبينو پر دولتي ځمکو جوړ کړي وو او ٦٩ تنه غاصبين يې هم ونيول شول.

د بټي کوټ ولسوال وويل چې د دوېم او درېيم بلاک په سيمو کې بسته فارمونه ددغو خلکو له خوا غصب شوي، ياد خلک ددغو سلګونه جريبه دولتي ځمکو حاصلات خوري خو اجاره د دولت پر ځای وسله والو مخالفينو ته ورکوي.

دى وايي، وسله والو مخالفينو ته د اجارې په ورکولو سره هغوى تقويه کېږي او د نفوذ ساحه يې پراخېدلی شي.

هغه زياته کړه: (( غاصبينو د جريب پر سر دوه زره افغانۍ وسله والو مخالفينو ته ورکولې، خو دولت ته د ماليې او اجارې له ورکولو يې ډډه کوله. ))

د ولسوال په وينا، د دغو زرګونو جريبه دولتي ځمکوڅخه ميليونونه افغانۍ د وسله والو طالبانو جيبونو ته تللې .

دى وايي چې پر دغو ځمکو له حکومتي واک وروسته به طالبانو ته لويه مالي ضربه ورسېږي.

غالب زياته کړه، چې ياد غاصبين په نا امنۍ کې خوشحاله دي، ترڅو يادې دولتي ځمکې د دولت له حاکميت څخه بهر پاتې شي  او دوی ترې ګټه پورته کړي.

ولسوال وويل، چې دوی به ډېر ژر ټولې دولتي ځمکې د غاصبينو له منګولو خلاصې کړي.

د يادو ځمکو له غاصبينو څخه د محمد نعيم په نامه يوتن پژواک اژانس ته وويل چې دوی پر يادو ځمکو له بدې ورځې پراته دي او د غصب نيت نه لري.

هغه زياته کړه چې دوی کوچيان دي خپلې ځمکې نه لري  او له دولت څخه هيله کوي چې دوی ته ځمکې ورکړي، تر څو دوی دولتي ځمکې خوشې کړي.

نعيم وايي، چې وسله وال مخالفين په زوره له دوی څخه اجاره اخلي او دوی هېڅکله په خپله خوښه هغوى ته اجاره نه ده ورکړې.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته ومنله چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د عملياتو په پايله کې ٦٩ تنه  غاصبين نيول شوي دي.

د يادونې ده چې ددې ترڅنګ د ننګرهار ولايت په نورو سيمو کې هم لسګونه  زره جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.