Language

د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره په هېواد کې درې پرمختيايي پروګرامونه پيلوي

کندهار (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٣): د امريکا نړيواله پرمختيايي اداره (USAID) د مېرمنو د ژوند د ښه کېدو، په ولايتونو کې د حکومتولۍ د ودې او ښارواليو د وړتياوو لوړولو په برخه کې درې پرمختيايي پروګرامونه پيلوي.

په دې اړه د کندهار په هوايي ډګر کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې له کابله راغلو د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې، د امريکا سفارت او يوناما استازو، د کندهار والي، ښاروال او د سکتوري ادارو رييسانو ګډون کړى و.

د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې استازو وويل، دغه اداره د افغانستان په ځينو ولايتونو کې د Initiative to Strengthen Administration/ (ISLA), Promote, Strong Hubs for Afghan Hope and Resilience/ (SHAHAR) په نومونو درې پرمختيايي پروګرامونه پلي کوي.

د ښځو په برخه کې د ټاکل شوي پرمختيايي پروګرام ترويج يا پروموټ Promote په اړه د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې استازې مېرمن اييليا اي مهانديس  Alia El Mohandes معلومات ورکړل.

هغې وويل، دغه پروګرام څلور عمده برخې تر پوښښ لاندې نيسي چې په رهبري، حکومتولۍ او اقتصاد کې د مېرمنو ونډه او د هغوى د حقوقو ساتنه ده.

د نوموړې په وينا، د دغه پروګرام له مخې به د هېواد په کچه ٧٥زره مېرمنې چې عمرونه به يې له ١٨ تر ٣٠ کلونو وي او زده کړې به يې د لېسې او پوهنتون په کچه وي پر دنده وګومارل شي، تر څو د افغانستان په وده کې د مېرمنو د پراخې ونډې لپاره کار وکړي.

دې وويل، دغه مېرمنې به د افغانستان په کچه په اقتصاد او اداره کې د مېرمنو وړتياوې لوړوي، په بېلابېلو برخو کې به د مېرمنو رهبري پراخوي او په حکومت کې به د مېرمنو ونډه زياتوي.

دغه راز د Initiative to Strengthen Administration/ (ISLA) په نوم پرمختيايي پروګرام په اړه ډينيک ميک ګوري  Dhulce-Janice McGuire معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه پروګرام به د هېواد په ١٦ ولايتونو بادغيس، بغلان، بلخ، فراه، فارياب، غزني، غور، هرات، کندهار، کونړ، لغمان، لوګر، ننګرهار، پروان، وردګ او زابل کې پلى شي.

هغه زياته کړه، د دغه پروګرام له مخې به په ولايتونو کې د حکومتولۍ چارې وده وکړي او خلکو ته به د امنيت، روغتيا، زده کړو، قضا او نورو برخو کې د عامه خدمتونو وړاندې کولو او پلانونو جوړولو چارې ښې شي.

د نوموړي په وينا، پر دغه پنځه کلن پروګرام به له ٥٩ تر ٦٤ ميليونه ډالره لګښت راشي.

د Strong Hubs for Afghan Hope and Resilience/ (SHAHAR) پرمختيايي پروګرام په اړه بيا سام ټورانو Sam Turano وويل چې د ښارواليو د وړتياوو لوړولو دغه پروګرام د افغانستان د څلورو زونونو ښاروالۍ او د ١٦ ولايتونو د منځنۍ کچې ښاروالۍ تر پوښښ لاندې نيسي.

هغه زياته کړه، دغه پروګرام د ښاروالانو، د ښارواليو د کارکوونکو او ښاريانو تر منځ د کارونو د ښه والي، د مالي چارو د ادارې، د کارکوونکو د وړتياوو د لوړولو او ښو خدماتو وړاندې کولو په موخه ډيزان شوى دى.

د ده په وينا، د دغه پروګرام لپاره ټولټال ٧٢ ميليونه ډالر ځانګړي شوي دي.

په دې غونډه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، ښاروال محمدعمر عمر او د اقتصاد رييس محمد رحيم رحيمي خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې پرمختيايي پروژې بايد د خلکو له اړتياوو سره سم انتخاب او په لومړي لاس پلي شي.

د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې له استازو غوښتنه وکړه چې دغه اداره دې په ټولو هغه پروژو کې چې په کندهار کې يې پلي کوي، بايد د دغه ولايت د اوسېدونکو غوښتنې او لومړيتوبونه په پام کې ونيول شي.

هغه دغه راز وويل چې د پروموټ پروګرام له لارې دې د لوستو مېرمنو تر څنګ هغه مېرمنې حمايه شي چې نالوستې دي او دا مهال لاسي هنرونه مخ ته وړي، له دغو مېرمنو سره بايد د بازار موندنې او قرضو په برخه کې مرستې وشي.

ډاکټر توريالي ويسا بيا وويل، ټول هغه پرمختيايي کارونه چې په کابل کې قرارداديانو ته ورکړل شوي، په کندهار کې په دويم او درېيم لاس پلي شوي چې کيفيت يې ټيټ شوى او ښې پايلې يې نه دي لرلې.

هغه ټينګار وکړ چې له دې وروسته بايد اړوندې پروژې په همدغه ولايت کې قرارداديانو ته ورکړل شي، تر څو کارونه په لومړي لاس وشي او کيفيت ته يې زيان ونه رسېږي.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته دې د سالمو بوختياوو لپاره تفريح ځايونه او جمنازيمونه او نور جوړ شي، تر څو هغوى له جرمونو او د وسله والو ليکو ته له تلو را وګرځول شي.

د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارو استازو ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې د پلي کېدونکو پروژو په برخه کې به د ولايتي ادارې او خلکو وړانديزونه په پام کې نيسي.