مزارشريف (پژواک، ٢٥ لېندۍ ٩٣): د بلخ کوچيان وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې زورواکي څاروي څرځايونو ته نه پرېږدي.
دوی همداراز وايي چې په تېرو دوو کلونو کې يې ۶۰زره څاروي د ژمي په سړه هوا کې د وښو د کمښت له امله له منځه تللي دي، که چېرې په روان ژمي کې ورسره د وښو مرسته ونه شي؛ نو د څارويو د له منځه تلو لړۍ به دوام ولري.
د دغه ولايت د شولګره ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل عرب خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د کوچيانو د مالونو د څر لپاره هېڅ څرځای نه دی پاتې.
نوموړي زياته کړه چې د جنګونو له امله په دې ولسوالۍ کې د کوچيانو د څرځايونو د غصب لړۍ د جنګونو پر مهال پيل شوې وه چې په تېره ديارلس کلنه دوره کې يې نه يوازې مخنيوی ونه شو، بلکې لا پسې اوږده شوه.
د هغه په وينا، په شولګره ولسوالۍ کې ځای ځای دولتي څرځايونه شته، خو ټول زورواکو غصب کړي دي.
عرب خان زياتوي: ((کله چې هم کوچيانو د څر لپاره مالونه څرځايونو ته بيولي نو زورواکي يې مخه نيسي او اجازه نه ورکوي چې مالونه د څر لپاره پرېږدي.))
نوموړي وويل چې بار بار ياده ستونزه د بلخ د کوچيانو له مديريت سره شريکه کړې خو لا يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د بلخ ولسوالۍ د کوچيانو سرخېل حاجي کمال پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې هم کوچيانو له څرځايونو منع کېږي.
نوموړي زياته کړه چې د يادې ولسوالۍ په بارګاه سيمه کې چې د جوزجان له اقچې ولسوالۍ سره نږدې سيمه ده، زورواکو يې له کوچيانو مالونه وړي دي.
د هغه په وينا، دوی بار بار د زورواکو له خوا په ياده سيمه کې له څرځای څخه له ګټې اخيستو منع شوي وو، خو دوی مجبور وو چې د ناچارۍ له امله بيا هم يادې سيمې ته ولاړ شي.
حاجي کمال وويل چې په نږدې ورځو کې ځينو زورواکو له کوچيانو څاروي برمته کړي چې دوباره د يادې سيمې څرځايونو ته د څر لپاره رانه شي.
نوموړي زياته کړه چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې تر کابله هم سفرونه کړي؛ خو نتيجه يې نه ده ورکړې.
د البرز غره د لمنو کوچيان د څرځای پر ستونزې سربېره په روان ژمي کې د مالونو لپاره د وښو کمښت هم جدي ستونزه ګڼي.
د يادې سيمې يوه کوچي حاجي ګلو پژواک ته وويل چې له تېرو دوو کلونو د ژمي په اوږدو کې د مالونو لپاره د وښو له کمښت سره مخ شوي چې له امله يې ډېر شمېر مالونه له منځه تللي دي.
نوموړي زياته کړه چې تېر کال په ياده سيمه کې د کوچيانو نږدې لس زره مالونه له منځه ولاړل؛ خو تر دې دمه لا هم دولت کومه ځانګړې مرسته نه ده کړې.
د بلخ د کوچيانو مديريت د يادو ستونزو د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل، دوی په دې هڅه کې دي چې يادې ستونزې حل کړي.
د دغه ولايت د کوچيانو مدير محمد فاروق پژواک ته وويل، دوی مني چې په بلخ ولايت کې د کوچيانو نږدې ټول څرځايونه غصب شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې دوی د غصب شوو څرځايونه کره شمېره نه لري؛ خو له زرګونو جريبه څخه اوړي.
هغه د کوچيانو د دې خبرې پخلی وکړ چې په ډېرو سيمو کې زورواکو څرځايونه غصب کړي او کوچيانو ورته نه پرېږدي.
محمد فاروق وويل چې دوی له ولايت مقام او د کرنې له رياست سره د يادې ستونزې د حل په موخه جدي هڅې پيل کړې چې ممکن په نږدې موده کې نتيجه ورکړي.
نوموړي په ژمي کې له کوچيانو سره د څارويو لپاره د وښو په برخه کې د نه مرستې د مسئلې هم پخلی وکړ او زياته يې کړه چې په تېرو دوو کلونو کې په بلخ ولايت کې د کوچيانو ۶۰زره څاروي له منځه تللی دي.
د هغه په وينا، که چېرې مرکزي دولت په روان ژمي کې له همدې اوسه له کوچيانو سره د وښو په برخه کې جدي ملاتړ ونه کړي؛ نو لرې نه ده چې په سږني ژمي کې هم ګڼ څاروي له منځه ولاړ شي.
د کوچيانو مدير وويل چې د بلخ ولايت په بلخ، چمتال، شولګرې، زارع، کشندې، دولت اباد، خلم، چاربولک او نهرشاهي ولسواليو کې نږدې ۲۲زره کورنۍ کوچيان اوسېږي چې د دوی د تېر کال د شمېرو له مخې څه باندې ۴۸۸زره مالونه لري.