Language

د کلدار اوسېدونکي : د امو سيند مو ډيرې کرنيزې ځمکې تخريب کړي

مزارشريف ( پژواک،٢٥ ليندۍ ٩٣): د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له يوې خوا يې امو سيند ډېرې کرنيزې ځمکې تخريب کړي او له بلې خوا يې سيمه ييز زورواکي  څرځايونه غصبوي.

هغوى نن په يوه غونډه کې له دولت څخه وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره يې ګام پورته کړي.

کلدار ولسوالۍ، چې ۶۹کيلومتره له امو سيند سره اوږده پرته ده، هر کال يې سيند لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه تخريبوي.

 د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې له تېرو څو کلونو يې ځينو زورواکو د څرځايونو د غصب لړۍ هم روانه کړې ده.

د همدې ستونزې پر وړاندې د غږ پورته کېدو په موخه د ليندۍ په ۲۵مه، د کلدار ولسوالۍ د بېلا بېلو سيمو لسګونه اوسېدونکو په توزلاق کلي کې  اعتراضي غونډه وکړه.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عمر د همدې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، چې کلدار ولسوالۍ ته په تېرو ديارلسو کلونو کې نه يواځې  کار نه دی شوی، بلکې لا پسې ځپل شوې ده.

ده زياته کړه، چې پنځه جريبه ځمکه يې درلوده، چې ټوله امو سيند وړې ده.

هغه وايي، چې د دغې ولسوالۍ ځينې څرځايونو امو سيند وړي؛ خو کوم چې پاتې دي له تېرو څو کلونو د زورواکو له خوا غصب شوي دي.

د ده په وينا، ژوند يې له يوې خوا امو سيند او له بلې خوا زورواکي ځپي او د دواړو ستونزو  د حل لپاره بې وسه دي. دى په دې اړه د کوم زورواکي نوم نه اخلي.

د بلخ ولايت د ترکمنانو د شورا مشر حاجي محمد انور هم پژواک ته وويل، چې د امو سيند او د ريګستان له ځپلو وروسته يې  زورواکي ژوند ته نه پرېږدي.

ده زياته کړه ، چې امو سيند ته څېرمه پنځوس جريبه څرځای دی، چې ځينو زورواکو غصب کړى دى.

د هغه په وينا، دغه ځمکه د ځينو زورواکو له خوا د شرکت د جوړېدو لپاره د چمتو کېدو په حال کې ده، چې د ځان د ګټې لپاره يې کاروي.

حاجى محمد انور د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې دغه څرځايونه د کاظم په نوم يو تن او ځينو نورو کسانو غصب کړي دي.

هڅه مو وکړه چې له کاظم نومي سره خبرې وکړو خو په ميندلو يې بريالي نه شوو .

حاجي انور وويل، چې د نجيب د حکومت پر مهال د اردو له خوا په ياده ځمکه د اوومې قول اردو  قرارګاه جوړه شوې وه، چې هغه مهال هم دا ځمکه د دولت نه ، بلکې د کلدار ولسوالۍ څرځای و.

ده زياته کړه، چې دوی له  دولت څخه هيله کوي، چې د يادې ستونزې د حل په موخه جدي ګامونه واخلي.

د کلدار ولسوال ميرويس هوتک د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو د ستونزو د پخلي تر څنګ وايي، چې دوی په دې هڅو کې دي، چې   د څرځايونو د غصب مخه ونيسي.

ده د دې مسلې پخلی وکړ، چې د امو سيند څنډو ته نږدې ځينې چارې روانې شوي، چې د ډاکټر نجيب د وخت د نظامي قول اردو ځمکه کې شرکت جوړ کړي.

ولسوال د ځمکې د غصب کوونکو د پېژندګلوۍ  په اړه  معلومات ورنه کړل؛ خو زياته يې کړه، چې له ولايت مقام سره يې د ستونزې د حل په موخه چارې روانې کړې دي.

Related Topics