Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شينډنډکې  ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي

هرات، لښکرګاه (پژواک ۲۵لېندۍ ۹۳): چارواکي وايي، چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د کومانډو پوځيانو د عملياتو په ترڅ کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نيول شوي دي.

په لوېديځ کې دکومانډو پوځيانو د کنډک وياند نصرالله ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره شپه د يادې ولسوالۍ د زېرکوه او  کاه  اواوکل په سيموکې شوي دي.

نوموړي وويل چې په دې عملياتو کې کومانډو پوځيانو او ځايي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ، خو ١٣طالبان وژل شوي ، ٦ ټپيان دي او دوه يې نيول شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي سراج الدين پژواک ته وويل،تېره شپه يې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدلي او سهار خبر شول چې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په شينډنډ کې دا عمليات تر هغه وروسته تر سره شول ،چې د ليندۍ په ٢٠مه لسګونه  وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ بريد وکړ .

د چارواکو په وينا، چې په ياد بريد کې شل وسله وال طالبان وژل شوي او دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي وو.

د يوه بل خبر له مخې، د هلمند امنيه قومانداني وايي، چې تېره ورځ يې د تلاشۍ پر مهال درې ميله وسلې، جنګي وسايل او چاودېدونکي توکي نيولي دي.

د ياد ولايت د امينه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير څارمن قنداغا کندهاري پژواک ته وويل، تېره ورځ پوليسو د ناوې ولسوالۍ په باسولانو سيمه کې  يو کور تلاشي کړى دى.

د ده په وينا چې ياد کور کې دوه کلاشينکوفونه، يوه تومانچه،۲۰۰۰ فيره مرمۍ، چاودېدونکي توکي ، څلور  جوړې د پوليسو دريشۍ او بوټونه  يې نيولي دي.

نوموړي زياته کړ، چې په همدې کورکې يې نور جنګي وسايل هم  نيولي ، خو د کور خاوندان يې نه دى نيولى او په اړه يې پلټنې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.