Language

غزني کې ١٣ وسله وال وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۹۳): چارواکي وايي چې د غزني په واغز او اندړو ولسواليو کې  د عملياتو او بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د واغز ولسوالۍ امنيه قوماندان دويم څارن عبدالقدير طوفان پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ د لاغرو په سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى دى.

قوماندان زياتوي چې په دغه بريد کې هغه لس وسله وال طالبان وژل شوي چې په ياده سيمه کې يې د پوليسو پر پوستو د بريد پلان جوړاوه.

بلخوا د يادې سيمې اوسېدونکي محمدرحيم پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه يې په سيمه کې هوايي بريد شوى او يو شمېر وسله والو  ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ده په خبره چې په دغه بريد کې يو ځاىي اوسېدونکى هم ټپي شوى خو چارواکي دا خبره ردوي.

طالب وياندذبيح الله مجاهد بيا په واغز ولسوالۍ کې د دغه بريد پر مهال د خپلو  درېيو وسله والو د وژل کېدو خبر تاييد کړى دى.

د يو بل خبر له مخې، د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي چې تېره شپه يې د اندړو ولسوالۍ په ”سرکي” سيمه کې د عملياتو پر مهال درې طالبان وژلي دي.

د سلطاني په خبره، په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو له لوري د لېندۍ په ٢٣مه پوځي عمليات پيل شوي او لا هم روان دي چې وسلې او مهمات هم په کې له وسله والو نيول شوي دي.

د اندړو ولسوالۍ د جوى شش کلي اوسېدونکى محمدانور پژواک ته  وويل چې په سيمه کې د ملي اردو سرتېرو عمليات پيل کړي او ځاى ځايګى يې پوستې جوړ کړې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د د اندړو په  سرکي سيمه کې د طالبانو د وژل کېدو خبر ردوي او زياتوي چې د يادې ولسوالۍ د غبرګلونو په کلي کې يې يو سيمه ييز پوليس نيولى دى.