Language

د کونړ پر ولايتي شورا د هاوان بريد پنځه تنه ټپيان کړل

اسعداباد (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د کونړ په مرکز اسعداباد کې د  ولايتي شورا د دفتر مخې ته د هاوان مرمۍ لګېدو له امله پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د کونړ د ولايتي شورا مرستيال جمال الدين د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن غرمه شاوخوا دوولس نيمې بجې شوى و.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د وټه پور ولسوالۍ له لوري د ولايت پر مرکز د هاوان مرمۍ توغولې وه.

دى وايي چې يوه مرمۍ د ولايتي شورا ودانۍ مخې ته ولګېده چې له امله يې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د جمال الدين په وينا، په ټپيانو کې څلور مراجعين او يو تن د ولايتي شورا د يوه وکيل زوى دى.

د اسعداباد د ملکي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل چې دوى ته پنځه ټپيان ور وړل شوي چې د دوو روغتيايي حالت ښه نه دى او کېداى شي جلال اباد ته ولېږدول شي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics