Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د بيارغونې دوه پروژې بشپړې شوې

جلال اباد (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩۳): په ننګرهار ولايت کې د څلور سوه زره ډالرو په لګښت دوه پروژې بشپړې او د يوې بلې پروژې چارې پيل شوې.

د ننګرهار ښاروال لعل اغا کاکړ د لېندۍ په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښار په دويمه ناحيه کې د بيارغونې دوه پروژې د ملګرو ملتونو د هبيتات په مرسته بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه زياته کړه چې په دغو پروژو کې په ياده ناحيه کې د سړکونو، ويالو او پولګوټو جوړول شامل وو چې پرې ١٥٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او چارې يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د نوموړي په وينا، په يادو پروژو کې د سيمې اوسېدونکو هم لس سلنه ونډه اخيستې ده.

کاکړ د سيمې له اوسېدونکو وغوښتل چې د ټولګټو ساحو په ساتنه او پاکوالي کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي.

د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې يوه اوسېدونکي عزت الله پژواک اژانس ته وويل چې دوی د دغو رغنيزو پروژو پر ترسره کېدو خوښ دي او ډېرې ستونزې يې ورسره هوارې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د يوه سربند جوړولو په برخه کې له يوې جاپانۍ کمپنۍ سره قرارداد لاسليک شو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې دغه سربند د کوز کونړ ولسوالۍ د شګې په سيمه کې جوړېږي.

هغه زياته کړه چې په دې اړه د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين د Peace Medical Service (PMS) په نامه له يوې جاپانۍ کمپنۍ سره قرارداد لاسليک کړ.

د عبدالزي په وينا، د قرارداد له مخې جاپانۍ کمپنۍ به په يادې ولسوالۍ کې د ٢٢٠زره امريکايي ډالرو په لګښت پر کونړ سيند د اوبو سربند جوړوي.

د والي وياند وايي چې دا پروژه به په شپږو مياشتو کې بشپړه شې او په پلي کېدو سره به يې اته سوه هکتاره ځمکه خړوبه شي او نږدې دوه زره کورنيو ته به يې ګټه ورسېږي.

د يادونې ده چې جاپان هېواد له دې وړاندې هم په ننګرهار ولايت ګڼې پروژې پلې کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.