خوست -کندهار (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د حکومت وسله والو مخالفينو پر ملکي وګړو بريد کړی چې په پايله کې يې لږ تر لږه څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ د لېندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ د خوګي په نوم په يوه سرحدي کلي کې پر ملکيانو شوی دی.
نوموړي وويل، چې له څه مودې راهيسې امنيتي ځواکونو په ياده سيمه کې د ولسي خلکو په مرسته پلټونکي عمليات پيل کړي چې په پايله کې يې نن يوې وسله والې ډلې پر ملکيانو ډزې کړې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، خو د پېښې د سيمې کنترول افغان امنيتي ځواکونو په خپل لاس کې اخيستی او وسله وال کسان تښتېدلي دي.
يوې بلې سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل پژواک اژانس ته وويل چې د خوګي په نوم د ياد کلي خلک له افغان دولت سره پوره همکاري لري او د وسله والو د بريد غټ لامل همدا بلل کېږي.
د سيمې يوه اوسېدونکي حاجي شمس الله بيا پژواک اژانس ته وويل چې پر مرګ ژوبلې سربېره يو ملکي وګړی، وسله والو کسانو له ځان سره بيولی هم دی.
شمس الله زياته کړه چې تر بريد وروسته د سيمې خلکو هم پر يادو وسله والو ډزې کړې، خو د هغوی د مرګ ژوبله په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويل شوي.
هغه دغه راز وويل چې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي. تر اوسه د دغه بريد په اړه د حکومت کومې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پر سيمه ييزو پوليسو د ماين په چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.
دغه پېښه د يادې ولسوالۍ په تورمانده سيمه کې شوې ده.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې سيمه ييز پوليس د ميوند ولسوالۍ په تور مانده سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې د سړک غاړې د ماين چاودنه ورباندې وشوه.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې سيمه ييزو پوليسو ته زيان نه دى اوښتى خو يو لاروى په کې وژل شوى دى.
د پېښې په اړه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.