مزارشريف (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې لسګونه معلولين له بېلابېلو حرفوي زده کړو فارغ شول او سلګونه معلولينو ته د کاروبار د پر مخ بيولو لپاره واړه پورونه ورکړل شول.
د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست له خوا د سويډن کمېټې په مالي مرسته د بلخ لسګونو معلولينو ته د بېلابېلو حرفو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې دي.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو مسوولې مېرمن ګلالۍ هوتک د لېندۍ په ۲۷مه له حرفوي زده کړو وروسته معلولينو ته د حرفوي چارو د سامان او وسايلو د ورکړې د مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې لسګونه معلولين يې د مرۍ ګنډنې، خياطۍ، خامک ګنډنې، البي جوړونه، نجاري او ګلدوزۍ په برخو کې ۸۸ نارينه او ښځينه معلولينو ته زده کړې ورکړې دي.
نوموړې زياته کړه، دغه معلولين د بلخ د بېلابېلو ولسواليو دي چې د سويډن کمېټې له لس مياشتنيو زده کړو وروسته ورته د کار سامامونه هم ورکړل شول.
د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي محمدنسيم چې پر دواړو پښو معيوب دی پژواک ته وويل، چې د يادو زده کړو په برخه کې د نجارۍ په څانګه کې اته مياشتنۍ زده کړې وکړې.
نوموړي زياته کړه چې د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته يې نن د نجارۍ سامان هم ترلاسه کړ، چې له دې وروسته به خپل ژوند پر مخ وړي.
مېرمن ګلالۍ هوتک همداراز د سويډن کمېټې په مالي مرسته ۶۰۸ معلولينو ته چې څه باندې ۲۸۰ نجونې دي، د خپل کاروبار د پر مخ بيولو لپاره واړه پورونه ورکړل شول.
د هغې په وينا، دغو معلولينو ته په دوراني توګه له ۱۵زره تر ۴۰ زره افغانيو پورې پورونه ورکړل شول.
د مزارشريف اوسېدونکې شهلا نوري چې پر دواړو سترګو ړنده ده، پژواک ته وويل چې د سويډن کمېټې د پورونو د ورکړې په برخه کې يې ۳۰زره افغانۍ پوره ترلاسه کړ.
نوموړې زياته کړه چې د ياد پور له لارې به هڅه وکړي چې خياطي وکړي.
خو شهلا نوري پر دولت له معلولينو سره د نه همکارۍ تور ولګاوه.
نوموړې زياته کړه، څومره چې معلولين اړتيا لري، دولت ورسره په هغې کچه مرسته نه کوي.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رييسې مېرمن هوتک هم د دې مسئلې پخلی وکړ چې دولت معلولينو ته پوره توجه نه کوي.
خو نوموړې زياته کړه، دوی هڅه کوي چې د شته امکاناتو په شتون کې له معلولينو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
د هغې په وينا، په بلخ کې له کار او ټولنيزو چارو، شهيدا او معلولينو رياست سره ۱۲زره جنګي او غير جنګي معلولين ثبت دي چې دوی يې يوازې جنګي معلولينو ته د مياشتې ۵زره افغانۍ ورکوي چې شمېر له درېيو زرو اوړي.