ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرشک ښوونکي د سرپناه لپاره ‌ځمکې غواړي

د ګرشک ښوونکي د سرپناه لپاره ‌ځمکې غواړي

author avatar
18 Dec 2014 - 15:42
د ګرشک ښوونکي د سرپناه لپاره ‌ځمکې غواړي
author avatar
18 Dec 2014 - 15:42

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۹۳): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ښوونکي وايي چې د سرپناه جوړولو لپاره ځاى نه لري او له حکومته غواړي چې ځمکې ورکړي.

په دې اړه د لېندۍ په ٢٧مه د ولايت په مرکز لښکرګاه کې يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې د ګرشک ولسوالۍ د ښوونکو تر څنګ ځيني قومي مشرانو هم برخه اخيستې وه.

د ګرشک ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي بهلول وويل چې تر دې مهاله يې دولت د شته ستونزو په حل کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

هغه زياته کړه چې د پوهنې په برخه کې يو شمېر پروژې د کاغذ پر مخ ترسره شوې، خو په عملي بڼه يې څرک نه ليدل کېږي.

د نوموړي په وينا، د دغو پروژو پيسې د يو شمېر چارواکو شخصي جېبونو ته تللې دي.

حاجي بهلول وايي چې په لوی لاس په ګرشک ولسوالۍ کې د پوهنې رياست کارونه له خنډ سره مخ کېږي، ښوونکو ته د امتيازاتو او سرپناه لپاره د ځمکو ورکولو ژمنې شوې، خو نه عملي کېږي.

د همدې ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالخالق وايي چې دوى په ګرشک کې شل زره زده کوونکي لري چې په ۲۷ پرانيستو ښوونځیو کې زده کړي کوي.

د هغه په وينا، د دې تر څنګ ۲۵۰۰ تنه د سواد زده کړو په پروګرام کې زده کړې کوي او دغه راز ۲۵۰ تنه د چټکو او سيمه ييزو زده کړو په پروګرام کې پر زده کړو بوخت دي.

نوموړى وايي‌، لويه ستونزه يې د ښوونکو نه تشويق دی، له لرې سيمو څخه په وېره کې خپلو دندو ته تګ راتګ کوي او خپل کور نه لري.

عبدالخالق وويل چې امتيازي معاشات نه ورکول کېږي، په لرو سيمو کې يې د همدغو ستونزو له امله نهه ښوونځي بند دي.

د لوی ادې په نوم د نجونو د لېسې مديرې حبيبې وويل چې د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي د هلمند د نوور ولسواليو په پرتله لېوال دي چې خپل اولادونه زده کړو ته ولېږي او په دې لېسه کې څلور زره زده کوونکې پر زده کړو بوختې دي.

دې هم غوښتنه وکړه چې چارواکي دې د ښوونکو پر وړاندې شته ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د هلمند د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد ناصر مير وويل چې دوی په دې برخه کې د قومي مشرانو مرستو ته اړتيا لري څو په ټولو سيمو کې بند ښوونځي پرانيستل شي.

هغه زياتوي چې رياست يې د ښوونکو د ستونزو د هواري لپاره امکانات لري، خو نا امنۍ يې د کارونو پر وړاندې خنډ دي.

دى وايي چې د سرپناه په اړه يې د ښوونکو لېست جوړ کړى او ډېر ژر به پرې کار پيل کړي.

د يادولو ده چې په هلمند کې له ۳۸۳ ښوونځيو څخه ۲۶۱ پرانيستي او (۱۸۰ زره ) زده کوونکي په کې زده کړې کوي چې له دې ډلې په ګرشک کې ټول ۳۶ ښوونځي شته چې ۲۶ يې پرانيستي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.