Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځه ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې ووژل

کابل- جلال اباد (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩۳): د ملي دفاع وزارت وايي چې پنځه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه تېره شپه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، پنځو وسله والو غوښتل چې پر لاره ماين ځاى پر ځاى کړي چې خپل ماين يې پرې چاودېدلى او پنځه واړه وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې امنيتي ځواکونو لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او ورسره د تړاو په تور دوه تنه نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو ٧٨ کيلو ګرامه نشه يي توکي د يوه راپور پر اساس په يوه ټېلر موټر کې ترلاسه کړي دي.

هغه زياتوي چې دغه توکي د ياد موټر د تېلو په ذخيره کې ځاى پر ځاى شوي وو او ورسره د تړاو په تور دوه کسان نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په تېرو دوو اونيو کې دا لسمه قضيه ده چې پوليس نشه يي توکي ترلاسه کوي.

شېرزاد وويل چې په تېرو نهو مياشتو کې پوليسو په ۱۲۳پېښو کې ۵۰۲۳ کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه او ورسره د تړاو په تور ١٥٣ کسان يې نيولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.