کندوز (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٣): د کندوز نوي والي محمد عمر ساپي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې هر هغه څه چې د دغه ولايت د امنيت لپاره اغېزمنه پايله ولري؛ تر سره به يې کړي.
د کندوز په ځينو برخو کې د نا امنيو د دوام له امله د ملي يووالي حکومت خپل بدلون له دغه ولايت څخه پيل کړ او نن محمد عمر ساپي د والي،جنرال عبدالصبور نصرتي د امنيه قوماندان او جنرال ګل نبي وردګ د دغه ولايت د ملي امنيت د مشر په توګه فعاليت پيل کړ.
د کندوز ولايت نوي والي، چې د غلام سخي بغلاني پر ځاى ټاکل شوى د خپلې معرفي په مراسمو کې وويل، چې په دغه ولايت کې په تېرو ديارلسو کلونو کې د بيارغونې په برخه کې هيڅ ډوله هڅې نه دي شوي، خو اوسمهال دولت پرېکړه کړې چې له دې وروسته کلک ګامونه پورته او ښه کارونه وکړي.
نوموړى، چې د بلخ ولايت اوسېدونکى دى او د هېواد په شمال کې يې د لسو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيتي مسوول په توګه دنده تر سره کړې، زياته کړه چې د خپلې دندې په لومړيو ورځو کې به د کندوز امنيت ته ډېر پام وکړي او د دغه ولايت د نا امنۍ ټول اړخونه به وڅېړي او امنيت به په کې ټينګ کړي.
ساپي چې لوړې زده کړې يې، ” د امنيت او ګواښ مديريت” په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې پورې د برېټانيا په ليسټر پوهنتون کې سرته رسولي، د فساد په له منځه وړلو کې يې هم ژمنه وکړه او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې به ژر تر ژره ټولې امنيتي ادارې چاڼ کړي او کورني کدرونه او ځوانان به په بېلابېلو برخو کې په دندو وګوماري.
د کندوز نوي والي څرګنده کړه: ” هيچا ته به اجازه ورنه کړم چې د کندوز د خلکو پر امنيت او برخليک لوبې وکړي.”
هغه د کندوز له لارې پاکستان ته له قزاقستان څخه د ١٠٠٠ کاسا برېښنا د لېږد، په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان تاجک حوزې د نفتو پر راسپړنې، افغانستان ته له ترکمنستان څخه د رېل پټلۍ د غځولو او له امو سيند څخه د برېښنا بند د جوړولو پروژې لويې او مهمې پروژې وبللې او ويې ويل، چې ټاکل شوې د دغو پروژو په اړه پرېکړه وشي.
ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمې عزيز په دغه ولايت کې د امنيت د خلکو د ستونزو د نه حلولو په برخه کې د پخواني دولت پر چارواکو نيوکې وکړې او د کندوز له نوي والي څخه يې وغوښتل، چې د کندوز ناوړه وضعيت ته ډېر پام وکړي.
هغې وويل: ” د کندوز خلک له ډېرو کلونو راهيسې د جګړې په اور او دربدرۍ کې سوځېږي، هيڅ کوم والي او امنيه قوماندان د دوى پر زخمونو مرهم کېنښود.”