Language

د غزني ٢٤ نجونو د کاراتې په برخه کې کمربندونه واخيستل

غزني (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۹۳): په غزني کې په لومړي ځل ٢٤ نجونو ته د کاراتې له زده کړو وروسته د دغه ورزش سره او ژېړ کمربندونه ور وتړل شول.

د غزني د المپیک امر پادشاه خان ازبر د لېندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نجونو ته يې دغه کمربندونه نن د غزني په ورزشي جمنازيوم کې ور وتړل او په همدې مناسبت يادو نجونو نندارچيانو ته ځيني حرکتونه هم وړاندې کړل.

هغه زياته کړه، د دغو نجونو فعاليت د ستايلو دى او هغه اوس کولای شي په سیالیو کې برخه واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((کله چې ما د نجونو په زړه پورې فعالیتونه او حرکتونه ولیدل ډاډه شوم چې په غزني کې به نجونې هم لکه هلکان د ورزش په برخه کې بریاوې ولري.))

ازبر وويل چې د امنيتي ستونزو ترڅنګ ځينې دوديزې ستونزې هم شته چې د ښځينه وو د ورزش پر وړاندې خنډې دي خو تمه لري چې د نجونو د ورزش په برخه کې به لاسته راوړنې ولري.

د ازبر په وينا، يادو نجونو له څه مودې راهیسې د زهره تر استادۍ لاندې د کاراتې زده کړې کولې.

د کاراتې يادې استادي زهرې هم په دې برخه کې د ستونزو يادونه وکړه.

هغه پژواک ته وويل ياد شمېر نجونو ته يې له يو کال رهيسې د کاراتې په برخه کې زده کړې او تمرينونه ورکول.

د هغې په وينا چې چي په غزني کې د کاراتې په برخه کي د نجونو لپاره مناسب ځای نه لري څو هغوى خپل تمرينات په کې وکړي.

هغې زياته کړه: ((زه مطمینه یم که چېرې دغه نجونې کومه سیالۍ ترسره کړي نو غزني ته به ښې لاسته راوړنې ولري.))

عاطفه احمدي چي له ۷ میاشتو راهیسې د کاراتې ورزش کوي وايي که چېرې په غزني کې د نجونو د ورزش په برخه کي ستونزې کمې شي نو دوی کولای شي چي په نړیوالو سیالیو کې هم برخه واخلي.

عاطفه زياته کړه: ((دولت باید د نورو ولایتونو په شان په غزني ولایت کې هم نجونې تشویق کړي او د نجونو لپاره ځانګړي ځایونه جوړ کړي.))

د يادونې ده چې په غزني کې د ځوانانو لپاره د سپورت او ورزش بېلابېلې څانګې فعالې دي خو د نجونو پر وړاندې اوس هم ستونزې شته.

Related Topics