ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال وزيري : دانګام کې  پلان شوې استخباراتي جګړه روانه ده

جنرال وزيري : دانګام کې پلان شوې استخباراتي جګړه روانه ده

author avatar
20 Dec 2014 - 19:34
جنرال وزيري : دانګام کې  پلان شوې استخباراتي جګړه روانه ده
author avatar
20 Dec 2014 - 19:34

اسعد اباد ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) : په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان وايي چې د کونړ د دانګام په جګړه کې تر اوسه ٤٠ پورې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٩مه، د کونړ ولايت په مرکز اسعد اباد کې په هغه غونډه کې وکړې، چې پکې د حکومت د اجراييه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان، د کونړ والي شجاع الملک جلاله، له کابل څخه د ملي دفاع وزارت، ملي امنيت شورا راغلو استازو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

سلګونو  وسلوالو مخالفينو تېره اونۍ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې پر هغو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي چې د ځايي اوسېدونکو لخوا د خپلو سيمو د ساتنې لپاره جوړې شوې دي.

د دانګام د پاڅون کوونکو مشران وايي چې وسلوالو مخالفينو تر اوسه ددوى لسګونه کورونه سوځولي دي او يو شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو تر اوسه يې مرستې ته ځواکونه نه دي رسيدلي.

د سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري يادې غوڼدې ته وويل چې په  دانګام کې روانه جګړه يوه پلان شوې استخباراتي جګړه ده.

هغه زياته کړه : ((دا پلانونه عادي خلک نه شي جوړولی تر څو ،چې ورسره پوځي خلک نه وي، پلان يې جوړ کړى او بيا يې پر دانګام بريد پيل کړ. ))

جنرال وزيري وويل چې د دانګام په جګړه کې وسوالو طالبانو ته داوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره په لاس کې نه لري ، خو زياتوي چې په دې جګړه کې تر اوسه تر ٤٠ پورې ملي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله يادې غونډې ته د وينا پر مهال ددانګام ولسوالۍ بايلل د افغان دولت لپاره له خطره ډک ګڼي.

نوموړی وايي لاهم افغان پوځيان هغه سيمې ته نه دي رسېدلي،چېرته چې ولسي خلک ښځې او ماشومان کلا بند  دي.

هغه زياته کړه :  ((دانګام دکونړ دروازه ده او کونړ دافغانستان دروازه ده که ومو بايلله نو ټول افغانستان بايلونکی دی .))

په دانګام کې دروانې جګړې د جاج اخستنې لپاره د افغان حکومت د اجراييه رياست لومړى مرستيال انجنير محمد خان چې نن کونړ ته راغلى و، يادې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د ملي دفاع وزارت نن تر غرمې وروسته په دانګام کې هوايي بريدون پيلوي.

هغه د  کونړ له والي وغوښتل، چې هغه کورنۍ په نښه کړي، چې سوځول شوي يا يې کورنيو ته يې مرګ ژوبله اوښتې، څو ورسره مرستې وشي.

د محمد خان تر څرګندولو يو ساعت وروسته د ملي دفاع وزارت چورلکو د دانګام ولسوالۍ د سور کمر او ساوون سيمې بمبار کړې. خو دغه بمبارۍ ډېر دوام ونه کړ او چورلکې په خپله مخه له کونړه ووتلې.

د غرمنۍ بمبارۍ د تلفاتو په اړه افغان چارواکو څه ندي ويلي، خو دومره يې روښانه کړې،چې ګڼ مخالف وسله وال يې وژلي دي.

ياده غونډه کې ګڼو قومي خلکو له کابله راغلي پلاوي ته په تونده ژبه خبرې وکړې او حکومت يې ددانګام په ژغورنه کې پاتې وبلل.

قومي مشر عطاء الله وويل :((موږ ولس به پاڅېږو، يا به ځانونه قرباني کړو او يا به پرې ځان ووژنو.، حکومت دې زموږ خلک وژغوري.))

په دانګام ولسوالۍ کې روانه جګړه اومې ورځې ته پر داسې مهال غځېدلې،چې لاهم په دغه ولسوالۍ کې دساوون، سور کمر او کڅۍ سيمې لسګونه کورنۍ ايسارې پاتې دي.

ولسي خلک له دغه جګړې او روانې محاصرې په تنګ شوي او وايي که ايسار ماشومان يې ونه ژغورل شي نو خطرناکې پايلې به ولري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.