کندوز(پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣): د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د تاجکستان د څلورو برمته شوو پوليسو د خوشې کولو لپاره خبرې پيلېږي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه څلور سرحدي سرتېري تېره ورځ په امام صاحب ولسوالۍ کې يوه ځنګل ته د لرګيو د وړلو لپاره ننوتي وو.
د امام صاحب ولسوال امام الدين قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو دغه سرتېري نا معلوم ځاى ته لېږدولي دي.
هغه زياته کړه:((ټاکل شوې چې نن د سرتېرو د خوشې کولو لپاره د ځايي خلکو، سپين ږيرو او طالبانو تر منځ خبرې پيل کړو چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ ديپلوماتيکې اړيکې زيانمنې نه شي.))
د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي چې خپله د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى دى، وايي چې نن د ولايت له چارواکو سره خبرې کوي، څو د تاجکستاني پوليسو د خوشې کولو لپاره لار پيدا کړي.
ايوبي زياته کړه چې وسله وال طالبان د امام صاحب ولسوالۍ په ځينو برخو کې فعاليت کوي او هڅه کېږي چې دغه سرتېري ډېر ژر خوشې شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د امام صاحب ولسوالۍ له تاجکستان سره په ګډه پوله پرته ده او پراخه ځنګلونه لري چې له جګړې مخکې کلونو کې د خلکو لپاره د لرګيو په يوه غوره سرچينه بدله شوې وه او په خپلسري ډول يې ځنګلونه پرې کول، خو د کرنې چارواکو سږ کال ويلي چې تر ډيره حده يې د ځنګلونو د پرې کېدو مخه نيولې ده.
د ويلوده چې يوه مياشت مخکې وسله والو طالبانو د شيرخان بندر تصدۍ ١٦ کارکوونکي هم د شيرخان بندر-کندوز پر لويې لارې تښتولي و، چې اووه يې د ځايي مخورو په منځګړيتوب را خوشې او پاتې نور لا هم د هغوى په بند کې دي.
شيرخان بندر د تاجکستان پر پوله پروت دى او د هېواد له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه شمېرل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP