ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند، ننګرهار او بلخ  کې ٤٧ وسله وال وژل شوي

هلمند، ننګرهار او بلخ کې ٤٧ وسله وال وژل شوي

author avatar
20 Dec 2014 - 13:56
هلمند، ننګرهار او بلخ  کې ٤٧ وسله وال وژل شوي
author avatar
20 Dec 2014 - 13:56

لښکرګاه جلال اباد، مزار شريف ( پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٣ ) : چارواکي وايي چې په هلمند، ننګرهار او بلخ ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ٤٧ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ځانګړو ځواکونو ددې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې عمليات تر سره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې د څلورو قوماندانانو په ګډون ١٩ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دى  وايي چې له وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د مشرقيوال په وينا، په دې عملياتو کې دولتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بله خوا د بلخ امنيه قومانداني وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال وژلي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات د چمتال ولسوالۍ د البرز په غرونو کې له تېرو څو ورځو راهيسې روان  دي.

دى وايي چې تېره ورځ ناوخته ددې عملياتو پر مهال څلور وسله وال ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

د دراني په وينا، د عملياتو په پايله کې يو شمېر کلي له وسله والو پاک او له هغوى څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د يادو عملياتو په اړه  غبرګون نه دى ښودلى، خو ويلي  يې  دي چې د بلخ په البرز سيمه کې يې چاودنې کړي او حکومتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

بله خوا په هلمند کې د  ۲۱۵ ميوندقول اردو چارواکي وايي چې په دې ولايت يې د هوايي بريدونو او عملياتو پر مهال ۲۴ وسله وال طالبان وژلي او څلور يې ټپيان کړي دي.

د يادې قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي پژواک اژانس ته وويل، چې  تېره شپه  يې د ګرشک ولسوالۍ د کلاکز په سيمه کې لس وسله وال مخالفين  د هوايي بريد پر مهال وژلي دي.

هغه زياته کړه ، دا وسله وال په دوو سراچه موټرو کې سپاره وو او غوښتل يې چې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.

نوموړي وويل چې دغه راز يې د همدې ولسوالۍ په شورکې سيمه کې پنځه ماين خښوونکي د ماين خښولو پر مهال په هوايي بريد کې وژلي دي.

دده په وينا، چې د ګرشک په دوه لاري سيمه کې په ځانګړو عملياتوکې  يو وسله وال وژل شوى او يو بل يې ټپي کړى او دغه راز يې له نظم عامه پوليسو سره په ګډو عملياتوکې اته  وسله وال طالبان وژلي  او درې نور يې ټپيان کړي دي.

ځاځي زياته کړه چې په دې عملياتو کې يې وسلې او مهمات ترلاسه کړي  او افغان ځواکونو ته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند وايي چې وسله والو طالبانو د ښوراب پر اډه  او ۲۱۵ ميوند قول اردو پنځه توغندي توغولي چې  هېڅ ډول زيان يې نه درلود.

بله خوا وسله والو ويلي چې په دې توغنديي بريد کې يې حکومتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.