Language

” دانګام کې عمليات پيل شوي خو ځايي خلک لا هم محاصره دي “

اسعداباد (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې له پيل شوو عملياتو سره سره  اته ورځې کيږي چې لا هم ددې ولسوالۍ ښځې او ماشومان د وسله والو په محاصره کې دي .

دغه څرګندونې د پاڅون کوونکو يوتن مشر  حاجي مزمل د ليندۍ په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په دې ولسوالۍ کې اته ورځــــــې مخکې د دولت وســـــله والو مخالفينو د دولت پلوه پاڅون کوونکو پر پوستو او کورونو بريدونه وکړل چې تر اوسه پورې تر څلوېښتو پورې کورونه په کې سوځېدلي دي.

د پاڅون کوونکو يوتن مشر حاجي مزمل پژواک ته وويل: ((اته ورځـې وشوې چې زموږ د ولسي خلکو پر وړاندې سلګونو وسله والو  ډله ييز بريدپيل کړي، موږ ورسره درې ورځې قوي جګړه وکړه، خو د مهماتو د نشتوالي له امله پر شا شوو.))

نوموړي وويل، چې تر دې دمه له دوى سره مرسته نه ده شوې، په سيمه کې پوځي عمليات پيل شوي خو د سيمې خلک په غرونو کې پټ دي.

نوموړی زياتوي، تراوسه هم افغان امنيتي ځواکونه چې له څو ورځو راهيـسې يې په دانګام ولســوالۍ کې پلي عــــمليات پيل کړي د پاڅون کوونکو سيمو ته نه دي رسېدلي او ځينې خلک  لا هم د وسله والو په محاصره کې دي.

په کونړکې د دويمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن هارون يوسفزی وايي: (( نن ۱۱ بجې په  دانګام کې له وسله والو سره سخته جګړه شوې، چې په کې اوه طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي ، نوموړی د خپلو درې سرتېرو ټپي کېدل هم مني.

هغه وويل چې اوس هم په سيمه کې عمليات روان دي او افغان سرتېري په همغږۍ سره پر مخ ځي.

Related Topics