جلال اباد (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): د ننګرهار امنيه قوماندانۍ لپاره د نوې ودانۍ په ګټې اخيستو سره به د پوليسو په چارو کې اسانتياوې رامنځ ته شي.
نن د ليندۍ په ٣٠مه د ننګرهار امنيه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ چې د امريکا د متحده ايالاتو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيه قوماندانۍ نوې ودانۍ د امريکا د متحده ايالاتو –u,s-army په مالي لګښت جوړه شوې چې نن يې ګټې اخيستنې ته وسپارله.
دى وايي چې پر يادې ودانۍ دوه نيم ميليونه ډالرلګښت شوی ،چې چارې يې د يو نيم کال په موده کې بشپړې شوې، شپږويشت اداري خونې،د استراحت خونې او نور اړونده ملحقات لري.
د نوموړي په خبره ، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوى د اداري ستونزو د کمښت ستونزه حل شي او د امنيه قوماندانۍ ټول کارکوونکي به په ډېرې اسانۍ سره خپلې چارې پر مخ يوسي.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم د يادو مراسمو په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته د دغې ودانۍ پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې د ننګرهار ګڼ شمېر دولتي ادارې نوې او په عصري وسايلو سمبالې ودانۍ لري.
دى وايي چې دوى به هڅه کوي تر څو ټولو ادارو ته نوې او عصري ودانۍ جوړې کړي چې کاري چارې يې په منظم ډول پر مخ لاړې شي.
همداراز د يوه بل خبر له مخې ، د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ دنشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت کارمندانو د مخکينۍ اطلاع پر اساس د سرخرود ولسوالۍ اړوند ددرونټې په تالاشۍ کې يوه اندازه نشه يي توکي نيولي دي.
د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په يوه مزدا موټرکې نهه اويا کيلو ګرامه ترياک چې په ډېر مهارت سره ځاى پر ځاى شوي وو، دوى د دوو تورنو اشخاصو سره نيولي دي.
دى وايي چې له نيولو شويو کسانو څخه دا مهال پوښتنې روانې دي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن