Language

د وو چاودنو جلال اباد ښار کې  پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد ( پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٣ ) : د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره په دوو غبرګو چاودنو کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا دليندۍ په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د جلال اباد ښار ختيځ لوري ته د پخوانۍ قول اردو مخې ته شوې ده.

سرچينه زياتوي ، په دې چاودنه کې چې د ملي اردو پر يوه رېنجر موټر شوې ده، يو افسر وژل شوى او درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي چې د ملي اردو پر رېنجر تر چاودنې نيم ساعت وروسته په همدې سيمه کې پر يوه ملکي موټر چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، دا چاودنه د چسپکي ماين له امله شوې، چې له امله يې يواځې موټر چلوونکى وژل شوى دى.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه ددې ولايت د بهسودو ولسوالۍ د بنغرو په سيمه کې د يوه قومي مشر د کور مخې ته چاودنه شوې ده.

د بهسودو ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک ولايت خان پژواک اژانس ته وويل چې چاودنه د ملک ډاکټر ګلجان د کور په دروازه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله د هغه د کور دروازه، ښيښې ماتې او ځينې نورې برخې يې ويجاړې شوې دي.

ډاکټر ګلجان پژواک اژانس ته وويل چې دى له چا سره دښمني نه لري او تل يې د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

نوموړي له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې ددې پېښې جدي څېړنه وکړي.

د والي وياند عبدالزي چاودنه تاييد کړه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.