جلال اباد ( پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٣ ): د “پل فکري کړۍ” له لوري د لغمان پوهنتون سره د سلګونو جلده بېلا بېل ډول کتابونو مرسته وشوه.
د “پل فکري کړۍ”د موسسې شورا غړي محمد واصل وصال پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دغې فکري کړۍ ټولو غړيو د يو پل يو کتاب تر عنوان لاندې د کتاب راټولونې کمپاين پيل کړى و.
هغه زياته کړه، چې ددغه کمپاين په ترڅ کې يې شاوخوا زر عنوانه بېلابېل کتابونه راټول او د لغمان نوي جوړ شوي پوهنتون ته يې وسپارل.
د نوموړي په خبره، چې دوى به دا ډول کمپاينونو ته لا هم دوام ورکوي او په هېواد کې به ځوانان هڅوي چې کتاب واخلي او مطالعه يې وکړي.
وصال زياته کړه: (( زموږ په راټولو شويو کتابونو کې ادبي،طبي،سياسي،تاريخي او داسې نور کتابونه شته چې د لغمان پوهنتون محصلين به ترې ګټه واخلي.))
د ده په خبره، چې د کتابونو ياده مرسته يې د لغمان پوهنتون سره ځکه کړې چې دغه پوهنتون نوى جوړ شوى او د دغه پوهنتون محصلين به ډېره ګټه ترې پورته کړي.
د لغمان پوهنتون علمي مرستيال شريف الله امين د يادو کتابونو په مرسته کولو خوښي څرګنده او زياته يې کړه چې د لغمان پوهنتون ګڼ شمېر محصلين چې په بېلابېلو برخو کې زده کړې کوي ګټه به ترې پورته کړي.
هغه زياته کړه: ((دغه زر جلده بېلابېل عنوانه کتابونه چې “پل فکري کړۍ” مرسته کړي، دا يوه ډېره ستره تحفه ده، موږ پر داسې ځوانانو وياړو چې د خپلو هېوادوالو د علمي کچې د لوړاوي فکر ورسره وي.))
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد محبوب شاه محبوب هم د يادو کتابونو په مرسته کولو خوښي وښوده او ويې ويل که چېرې دا فرهنګ وده ومومي نو په هېواد کې به زرګونه ځوانان له کتابه برخمن شي.
نوموړي زياته کړه، لا هم داسې ځوانان شته چې له مطالعې سره مينه لري خو کتابونو ته لاسرسى نه لري او که چېرې دا ډول مرستې له پوهنتونونو سره وشي او کتابخونې يې غني شي نو له يوې خوا به ځوانان له مطالعې سره اشنا شي او له بله خوا به يې په علمي کچه کې لوړوالى راشي.
د لغمان پوهنتون محصل منصور احمد هم د يادو کتابونو په مرسته کولو خوښي وښوده او ويې ويل چې دوى به د يادو کتابونو ساتنه کوي او ګټه به ترې پورته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP