Language

په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ ١٥ پېښې ثبت شوې دي

کندهار (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٣): په سوېل کې د روان کال له پيل راهيسې د ماشومانو د ګوزڼ ١٥ پېښې ثبت شوي، چې تر ټولو ډېرې يې په کندهار ولايت کې دي.

د دغې ناروغۍ د مخنيوي په موخه نن د ليندۍ په ٣٠ د سوېلي زون په څلورو ولايتونو کندهار، هلمند، اروزګان او زابل کې د پوليو واکسين  کمپاين پيل شو.

په دې اړه د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وويل د روان کال له پيل  راهيسې په سوېل کې د ماشومانو د ګوزڼ ١٥ پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، د دغو پېښو له ډلې ١١ يې په کندهار،دوه په هلمند، يوه  په اروزګان او يوه  هم په زابل ولايت کې ثبت شوي دي.

نوموړي د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو پر زياتېدو خپګان وښود او ويې ويل چې د هغوى له پراخو هلو ځلو سربېره په دې حوزه کې د پوليو د پېښو شمېر لوړ شوى دى.

هغه د دغو پېښو د ډېرېدو ٨٠ سلنه لامل له پاکستان سره پرانيستې پوله او د خلکو ډېر تګ راتګ وګاڼه او ويې ويل چې دغلته د ماشومانو د ګوزڼ د ثبت شوو ډېرو پېښو اصلي سرچينه له هېواده بهر ده.

دى وايي، د ثبت شوو ډېرو پېښو په اړه چې معلومات شوي، نو معلومه شوې چې د پولې له هغې غاړې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه کندهار ولايت ته رالېږدېدلې ده.

د ده په خبره، سږ کال کې په پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ تر ٢٠٠ زياتې پېښې ثبت شوې، چې دا د افغانستان د ماشومانو د روغتيا لپاره هم يو لوى ګواښ دى.

نوموړي د دې تر څنګ د خلکو نه همکاري او هر ځل د نوو واکسيناتورانو ګومارل هم د پوليو د پېښو د ډېرېدو يو لامل وباله او ويې ويل چې د يادو شوو ستونزو له امله په ځينو مواردو کې د واکسيناسيون کمپاين په سمه توګه نه پلى کېږي.

پخلا وايي، د پوليو د پېښو له ډېرېدو سره يې هم مهاله په ځوابي توګه په سوېل کې ماشومانو ته د واکسين ورکولو ځانګړي کمپاينونه تر سره کړي او هڅې کوي چې د دې ناروغۍ مخنيوى وشي.

خو هغه ټينګار وکړ، تر هغه چې په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې د پوليو پر ضد جدي مبارزه و نه شي، د دغې ناروغۍ مخنيوى ګران کار دى.

د عامې روغتيا رييس د کندهار له اوسېدونکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د روغتيا او راتلونکي په خاطر د واکسيناسيون له ټيمونو سره همکاري وکړي، څو د دغې ناروغۍ جرړې وچې شي.

د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې د روان کال له پيل راهيسې په سوېل کې د پوليو د واکسين ١٢ کمپاينونه تر سره شوي، چې په ترڅ کې يې هر ځل په سلګونو زره  هغه ماشومان واکسين شوي چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم دي.

د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو ډېرېدا خلک اندېښمن کړي دي او په دې اند دي چې که د دغې ناروغۍ پر ضد کوټلي ګامونه پورته نه شي، نو دغلته د پوليو پېښې نورې هم زياتېدلاى شي.

په هېواد کې د پوليو د پېښو د ډېرېدو اصلي لامل په پاکستان کې د پوليو د پېښو ډېرېدا ګڼل کېږي.

په روان ٢٠١٤ کال کې په پاکستان کې د پوليو د پېښو شمېره ٢٧٦ ته رسېږي چې ١٦٩ يې په قبايلي سيمو، ٦٠ يې په خېبر پښتونخوا، ٢٧ يې په سند ايالت، ١٧ يې په بلوچستان او ٣ يې پنجاب ايالت کې ثبت شوي دي.

Related Topics