مزارشريف ( پژواک، د مرغومي لومړۍ ٩٣ ): په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان وايي چې په دغه زون کې يې د وسله والو طالبانو د نفوذ مخه ډب کړې ده.
د شمال زون د ۲۰۹شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د ليندۍ په ۳۰مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د شمال زون د نهو ولايتونو په بېلا بېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر خلاف چاڼيز عمليات روان دي.
نوموړي زياته کړه، چې دنوي حکومت په رامنځته کېدو سره د سيمه ييزو استخباراتو په مرسته وسله وال طالبان پر هېواد د فشار راوستو په هڅه کې دي.
د هغه په وينا، له همدې امله د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ځينو ښارونو کې د ځانمرګو بريدونو له لارې د افغان ولس تر منځ وېره خپروي.
بريد جنرال ويسا زياته کړه : (( افغانانو د وسله والو مخالفينو پردي پاله څېره پېژندلې او افغان ځواکونه هم په پوره مېړانه هڅې کوي، چې د وسله والو طالبانو پلان شنډ کړى او هېواد د سوکالۍ پر لور ګړندي ګامونه واخلي.))
نوموړي زياته کړه، ۲۰۹شاهين قول اردو، چې له بدخشانه تر فارياب پورې د شمال زون د نهو ولايتونو مسووليت لري، په دغه زون کې يې د وسله والو طالبانو د نفوذ مخه ډب کړې ده.
د هغه په وينا، په شمال زون کې بدخشان، کندوز او بغلان ولايتونه وخت ناوخته په نسبي ډول د ناامنۍ ښکار شوي، خو په دې وروستيو کې د يادو ولايتونو امنيتي حالت ډاډمن دی.
د شاهين قول اردو قوماندن وويل، چې دمګړۍ د شمال زون په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات په پوره برياليتوب سره روان دي.
نوموړي د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د برياليو چاڼيزو عملياتو يادونه وکړه، چې تر دې دمه په کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، په وژل شويو وسله والو کې د بدخشان ولايت لپاره د طالبانو نومول شوی والي او دوه نظامي قوماندانان هم شامل دي.
ويسا همداراز په بغلان ولايت کې د برېښنا۱۴ او په کندوز ولايت کې د شاهين۱۴ په نامه د روانو چاڼيزو عملياتو يادونه هم وکړه، چې له پای ته رسېدو وروسته به يې لاس ته راوړنې له رسنيو سره شريکې کړي.
نوموړي همداراز د بلخ ولايت د البرز غرونو په لمنو کې هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې د چاڼيزو عملياتو يادونه وکړه، چې تر دې دمه په کې د دوه نظامي قوماندانانو په ګډون څلور وسله وال وژل شوي ، مهمات او وسلې هم تر لاسه شوي دي.
د هغه په وينا، د پورته يادو شويو عملياتو په ترڅ کې هره ورځ د وسله والو طالبانو له خوا لسګونه خښ کړای شوي ماينونه کشف او شنډ کړي، چې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې مخينوی ورسره کېږي.
د شاهين قول اردو قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې چې د هرو پارلماني ټاکنو په درشل کې د شمال زون په ځينو ولايتونو کې ناامني زياتېږي، وويل چې له روانو چاڼيزو عملياتو څخه يې يوه موخه د پارلماني ټاکنو لپاره چمتوالی هم دی.
نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې د افغان ځواکونو د هڅو او د عام ولس د پوره ملاتړ له امله وتوانېدل، چې د ولايتي شوراګانو او د ولسمشريزو ټاکنو دواړه پړاونه د امن په فضا کې تر سره کړي.
د هغه په وينا، دوی ډاډ ورکوي چې په شمال کې به راتلونکې پارلماني ټاکنې پرته له کومې ستونزې په ښه توګه او د خلکو په پراخ ګډون تر سره شي.