کندوز(پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣): په کندوز ښار کې د ميوند بانک مخې ته د مقناطيسي ماين په چاودنه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د درېيو پوليسو په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماين د پوليسو تر رېنجر موټر لاندې ځاى پر ځاى شوى و، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې چاودېدلى دى.
هغه زياته کړه چې په دغه پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى، درې ملکي وګړي او درې پوليس ټپيان شوي دي.
حسيني زياته کړه چې په ټپيانو کې د ميوند بانک يو کارکوونکى او يوه مېرمن هم شامل دي.
د کندوز د والي وياند عبدالوسع باسل وايي چې دغه رېنجر موټر د کندوز ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند دى او ټپيان د درملنې لپاره په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته وړل شوي، خو د روغتيايي وضعيت په اړه يې معلومات نه لري.
رحيم الله چې د پېښې په ځاى کې ګاز پلورنځى لري، وايي:((کله چې چاودنه وشوه، ټول يو خوا بل خوا وتښتېدو چې يو تن ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول.))
دغه عيني شاهد زياته کړه چې وژل شوى تن يو ٢٥ کلن سړى و، خو درې پوليس او درې ملګي وکړي چې ټپيانو وو، د پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.
دغه هـټيوال وايي چې په دې چاودنه کې يو رېنجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
ددې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د ويلو ده چې په وروستيو څو مياشتو کې د پوليسو پر رېنجر موټرو د مقناطيسي ماينونو چاودنې زياتې شوې چې لسګونه کسان يې ژوبل کړي، خو د ګوتو په شمار کسان يې وژلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP