ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : امنيتي ځواکونو په دانګام کې پرمختګ کړى

چارواکي : امنيتي ځواکونو په دانګام کې پرمختګ کړى

author avatar
22 Dec 2014 - 14:20
چارواکي : امنيتي ځواکونو په دانګام کې پرمختګ کړى
author avatar
22 Dec 2014 - 14:20

اسعداباد ( پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د کونړ چاروکي وايي چې ملي ځواکونو په دانګام ولسوالۍ کې پرمختګ کړى او ګڼ شمېر وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

لسګونو وسله والو طالبانو تېره اونۍ پر دانګام ولسوالۍ بريد کړى او ددې ولسوالۍ پاڅون کوونکو او ملي ځواکونو سره يې نښتې روانې دي.

ددې ولايت چارواکي وايي چې د تېرې شپې په عملياتو کې ملي ځواکونو پرمختګ  کړى او ګڼ شمېر وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دانګام ولسوال مولوي عنايت الله د مرغومي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شـــــپې په جګړه کې افــغان امنيتي ځواکونو پرمختګ کړی او ځـــانونه يې د خروپټي سيمې ته رسولي دي.

هغه زياتوي چې امنيتي ځوکونو خپلې دفاعي پوستې هم پياوړې کړي او د خپل پوځي تکتيک له مخې مخکې روان دي.

په دانګام ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو يو تن مشر حاجي مزمل پژواک اژانس ته وويل چې ملي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ولسي خلک ورسره يو ځاى شوي دي.

هغه زياته کړه، د هغو کورنيو غړيو چې وسله والو يې کورونه سوځولي دي هم وسلې را اخيستې او له ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه  ولاړ دي.

حاجي مزمل وايي چې که ملي ځواکونه درې کيلومتره نور پرمختګ وکړي نو شينکۍ سيمې ته رسيږي او کلا بند شوي ملکي خلک به وژغورل شي.

نوموړي يو ځل بيا سيمې ته د ژر تر ژره هوايي ځواک  لېږلو غوښتنه وکړه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې ملي ځواکونو پرمختګ کړى، ١٣ وسله وال يې وژلي او ١٦ نور يې ټپيان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندان محمد زمان وزيري په مشرۍ په دانګام کې عمليات روان دي.

سرچينې زياته کړې چې د تېرې شپې په عملياتو کې ٢١ وسله وال وژل شوي او ٣٣ نور ټپيان    دي، د مخالفينو درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملياتو کې د ملي ځواکونو اوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.