مزارشريف ( پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٣ ) : د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د دوولس بېلا بېلو پروژو په بشپړېدو د څه کم درې زره کورنيو ستونزې حل شوې.
په مزارشريف کې د شمال زون د ملي پيوستون د عامه اړيکو مسوول فريد احمد سعادت د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د دوولس پروژو په ترڅ کې د درې ټولنيزو مرکزونو ودانۍ جوړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پروژو کې د درې ټولنيزو مرکزونو ودانۍ، د يوه شپږ صنفي ښوونځي ودانۍ، پر ۸کيلومتره سړک جغل اچونه او د ۴۶پولګوټو جوړېدل شامل دي.
همداراز په يادو پروژو کې د کرنيزو اوبو د وېش يو ساختمان او د يوه ټولنيز مرکز د انګړ ۲۰۰ متره دېوال د جوړېدو چارې هم بشپړې شوې دي.
د هغه په وينا، له يادو پروژو څخه د چهاربولک ولسوالۍ د ۱۲ کليو ۲۸۵۸ کورنۍ ګټه اخلي.
د چهاربولک ولسوالۍ د رجمت اباد کلي اوسېدونکي محمد محسن پژواک ته وويل، چې د يادو پروژو په لړ کې د دوی په سيمه کې د ټولنيز مرکز لپاره ودانۍ جوړه شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو د دوی او د شاوخوا څو کليو د جرګو مرکو لپاره د ځای د نشتوالي ستونزه حل شوه.
د هغه په وينا، له دې وړاندې به د جرګو مرکو لپاره د وړ ځای د نشتوالي له امله د کليوالو تر منځ د مشورو او ګډ کار لپاره د پلان جوړولو له خنډ سره مخ وو.
د ملي پيوستون د اړيکو مسوول وويل، چې د دغو پروژو چارې د کليو او پراختيا وزارت له خوا د ۳۰ميليونه او ۱۱۹زره افغانيو په لګښت بشپړې شوې، چې لس سلنه په کې د سيمې د خلکو ونډه وه.
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې ۹۳۴کلي د ملي پيوستون د پروژو تر پوښښ لاندې دي، چې تر دې دمه په کې ۲۰۳۴پروژې بشپړې شوې دي.
د هغه په وينا، لا هم د ياد ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د ملي پيوستون ۵۰۰پروژې تر کار لاندې دي.