Language

اندړو کې د عملياتو پرمهال نهه وسله وال وژل شوي

غزني ښار(پژواک، ۲ مرغومی ۹۳) : چارواکي وايي چې د غزني اندړو ولسوالۍ کې يې د نهو طالبانو په وژل کېدو عمليات پاى ته رسولي او اب بند ولسوالۍ کې يې چاڼېز عمليات پيل کړي.

په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قدرت په نامه عملياتو کې يې نهه طالبان وژلي ، ١١ يې ټپيان کړي او ډېرې سيمې يې له ممکنه ګواښونو خوندي کړې دي.

سلطاني وايي،دا ګډ عمليات چې تېره ورځ پاى ته ورسېدل د اندړو د سيدوالو، رحيم خېلو، رشيدخېلو، سلطان باغ، سربلند، ابوکلا اوبلان کلا په سيمو کې ترسره شوي.

هغه وويل چې په دې عملياتو کې ملکي خلکو او سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د اندړو ولسوالۍ د سلطان باغ د سيمي يوه اوسېدونکي نذير احمد پژواک ته وويل چې په سيمه کې افغان سرتېرو عمليات ترسره  کړي او دوى پرې خوښ دي .

خو هغه وويل: (( دلته سيمې ناامنه وي، سرتېري عمليات کوي او بېرته ځي ، بايد د همېشني امنيت لپاره پوستې جوړې کړي.))

داندړو ولسوال محمد قاسيم ديسيوال پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات به ښه پايله ولري او په دې ولسوالۍ کې به د پرمختيايي کارونو ترسره کېدو ته زمينه برابره کړي.

ولسوال زياتوي چې ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو له نفوذه پاکې شوې دي.

د يوه بل خبر له مخې ، په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند وايي چې نن د مرغومي په ٢مه يې د اب بند ولسوالۍ کې د خيبر په نامه چاڼېز عمليات پيل کړي دي.

ده وويل، د ملي اردو او امنيتي سرتېرو دا ګډ عمليات به په هغو ناامنو سيمو کې ترسره شي چې د وسله والو طالبانو د نفوذ سيمې بلل کېږي.

د اب بند ولسوالۍ د سرفراز کلا د سيمې يوه اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې کلي يې ناامنه دي ، خو بايد د وسله والو جګړو مرکزونه ونه ګرځول شي.

دى وايي:(( د دغسې عملياتو پر مهال ډېر کله طالبان زموږله کلي پر پوليسو ډزې کوي او پوليس پر کلي ، په داسې حالت کې ملکي تلفات هم اوړي؛ نو بايد د افغان سرتېرو عمليات  په سمه بڼه وي.))

وسله والو طالبانو تراوسه د دې عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.