Language

مزارشريف ( پژواک،٢  مرغومى ٩٣ ) : د بلخ ولايت  مرکز مزارشريف ښار کې په لومړي ځل د بلخيانو له خوا د” سماع هنري او فرهنګي صوفيانه بزم” ننداره وړاندې شوه.

ياده ننداره د مرغومي په ۲مه، د ايپسو هنري او فرهنګي ټولنې له خوا د مزارشريف ښار په يو هوټل کې وړاندې شوه، چې د دولتي مسوولينو تر څنګ په کې د مدني ټولنې زيات شمېر فعالانو هم ونډه اخيستې وه.

د څلورمې هجري پېړۍ په اوږدو کې د سماع هنري او فرهنګي صوفيانه بزمونه نه يواځې په بلخ ، بلکې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تر سره کېدل، چې عرفاني پخوانيو متنونونو هم د سماع بزمونو يادونه کړې، چې د مولانا په مثنوي معنوي کې يې هم ځای ځای غښتلی يادښت راغلی دی.

د ايپسو ټولنې مسوول مهدي نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سماع په نامه هنري او فرهنګي صوفيانه بزم بلخ پورې تړاو لري او له همدې امله يې دوی د بيا ژوندي کېدو په هڅه کې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد بزم وړاندې کوونکو ځوانانو ته له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوی له خوا تمرين ورکړل شو، چې په جسمي او روحي لحاظ د سماع نڅا د وړاندې کېدو وړتيا ومومي.

د يادې صوفيانه نڅا يوه تر سره کوونکي ۱۸کلن مصطفی پژواک ته وويل، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې  تمرين کړی او نن خوښ دی، چې دغه فرهنګي او هنري بزم يې وړاندې کړ.

نوموړي زياته کړه، چې له ياد بزم سره د مينې په اړه به ورته همدومره بس وي، چې دغه بزم په بلخ کې پيدا شوی او نن په ترکيه او ايران کې ډېر مينه وال لري.

د هغه په وينا، خوشاله دی، چې د سماع صوفيانه بزم د بيا ژوندي کېدو يو لوبغاړی دی.

د بلخ د اطلاعات او فرهنګ رييس صالح محمد خليق پژواک ته وويل، چې د سماع په نامه د هنري او فرهنګي بزم مخينه د اريانا په تاريخي حوالو کې ځای ځای موندل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده نڅا کې يو انسان د لارښود په توګه وړاندې کېږي او د نڅا جوړښت او تر سره کېدل عرفاني شکل لري.

خليق وويل،وياړي د بلخ مدني ټولنې د دې وړتيا پيدا کړې، چې د دغې سيمې هنري او فرهنګي بزم يې بيا را ژوندی کړى او له سلګونو کلونو وروسته يې په لومړي ځل  د سماع صوفيانه بزم ننداره وړاندې کړې.

نوموړي زياته کړه، چې هڅه کوي له دې وروسته د فرهنګي او علمي سفرونو په ترڅ کې بلخ ته راغليو مېلمنو ته او د مولانا جلاالدين بلخي د پيدايښت په ورځ ورته پروګرامونه د بلخ د ځوانانو پر مټ وړاندې کړي.

د هغه په وينا، ورته پروګرامونه به هغه مهال لا ښه شي، چې د بلخ د دودونو او کلتور رنګ په کې ګډ شي، د مولانا شعرونه په کې وويل شي او د بلخ له سيمه ييزې موسيقۍ په کې ګټه واخيستل شي.

Related Topics