کندهار ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ) : موټر چلوونکي او مسافر له کابل څخه تر کندهار او له کندهار څخه تر هرات پورې پر غځېدلې لويه لاره د وسله والو غلاوو له ډېرېدو شکايت کوي او وايي چې امنيتي ځواکونه د دغې لارې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
په کندهار کې د ٣٠٣ مسافر وړونکو موټرو د اتحاديې مسوول حاجي احمد الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې له کابل څخه هرات ته پر غځېدلې لاره وسله والې غلاوې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړه، وسله وال غله نه يواځې مسافر وړونکي، بلکې باروړونکي موټرونه هم دروي او له خلکو ګران بيه توکي او پيسې په زور اخلي.
د نوموړي په وينا، ډېر مهال وسله وال غله مسافر وړونکي ٣٠٣ موټرونه دروي، له لارې يې اړوي او د وسلې په زور ټول شته او پيسې وړي او بيا يې پرېږدي.
ده د يادې شوې لارې په اوږدو کې د زابل د شهرصفا، د غزني د مقر، د فراه د فراه رود او يو شمېر نورې هغه سيمې يادې کړې، تر ټولو ډېر غله په کې د لارې سر ته راوځي او خلک لوټوي.
نوموړي وسله وال غله ډېر بې رحمه وګڼل او ويې ويل چې ان له مېرمنو د غاړې امېلونه او د هغوى ګاڼه هم په زور او جبر اخلي.
هغه يادونه وکړه چې دغه ټولې غلاوې په داسې ساحو کې کېږي چې د پوليسو امنيتي پوستې ورته په سل يا دوه سوه مترۍ کې پرتې وي.
ده وويل: ((په ډېرو مواردو کې پوليس له وسله والو غلو سره شريک دي، ځکه خو يې مخه نه نيسي.))
هغه له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کابل- هرات د لويې لارې د امنيت غم دې وخوري او که د ١٥ ورځو په اوږدو کې د دې لارې امنيت سم نه شي، نو هغوى به د احتجاج په توګه خپل کارونه ودروي.
د ٣٠٣ موټرو چلوونکي هم وايي، چې وسله وال غله د ټوپک په زور د هغوى د موټرو د درولو هڅه کوي او که موټر و نه دروي، ډزې ورباندې کوي او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
د حاجي عبدالمالک په نوم د کندهار- کابل لارې يوه موټر چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونه چې د هېواد د يوې ډېرې مهمې لارې امنيت نه شي خوندي کولى، نو د ولسواليو امنيت به څنګه خوندي کړي.
هغه ادعا وکړه، تر دې وړاندې د دغې لارې په اوږدو کې ډېر مهال بهرنيو ځواکونو ګزمې کولې، چې امنيت يې هم ښه و، خو کله چې هغوى اړوندې ساحې پرې ايښې ناامني ورباندې ډېره شوې ده.
د موټر چلوونکو تر څنګ مسافر هم وايي، چې پر دې لاره د ناامنۍ، ترافيکي پېښو او وسله والو غلو له لاسه سفر نه شي کولى.
د عبدالصمد په نوم يو تن چې تل د کابل- کندهار پر لار سفر کوي، پژواک اژانس ته وويل چې کله هم پر دې لار سفر کوي، نو نه پيسې له ځان سره وړاى شي او نه هم قېمتي توکي.
هغه دغه راز وويل چې سړک هم په دې وروستيو کې ډېر خراب شوى، پلونه يې نړېدلي او ډېر مهال ورباندې ډېرې بدې ترافيکي پېښې کېږي.
نوموړي هم له حکومت څخه وغوښتل چې د دغې لارې امنيت خوندي کړي او تر څنګ دې د سړک د جوړولو غم وخوري او اړوندې ادارې دې شرکتونه او موټر چلوونکي تر کنټرول لاندې وساتي، تر څو قانون مراعات کړي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې نن به د ولايت په امنيتي غونډه کې پر دې موضوع بحث وشي.
هغه زياتوي چې دوى به د ګاوڼديو ولايتونو له مسوولينو سره هم دا موضوع شريکه کړي.
خو د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء درانى بيا وايي چې ياده ستونزه د کندهار ولايت په مربوطاتو کې نشته، کېداى شي په نورو ولايتونو کې وي.