ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر دانګام د بهرنيانو بمبار کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر دانګام د بهرنيانو بمبار کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
23 Dec 2014 - 10:58
پر دانګام د بهرنيانو بمبار کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
23 Dec 2014 - 10:58

اسعد اباد ( پژواک، ٢ مرغومى ٩٣ ) : چارواکي وايي چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د کونړ پر دانګام ولسوالۍ هوايي بريدونه کړي چې په پايله کې يې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کونړ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو د دويمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول جګړن هارون يوسفزي د مرغومي په ٢مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ايتلافي ځواکونو پر دانګام ولسوالۍ هوايي بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې هوايي بريدونو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دى وايي چې ملي ځواکونو هم په دانګام ولسوالۍ کې خپل عمليات ګړندي کړي او د پرمختګ په حال کې دي.

د يوسفزي په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او د ملي ځواکونو په عملياتو کې ١٣٦ وسله وال وژل شوي ، چې ١٧ په کې پاکستانيان دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې د ګڼ شمېر پاکستانيانو په ګډون ١٣٨ نور ټپيان شوي دي.

دى وايي چې د تېرې ورځې په عملياتو کې د ملي اردو يو افسر وژل شوى او څلور سرتېري  ټپيان شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د لسګونو وسله والو د وژلو په اړه دولتي ادعا ردوي او زياتوي چې د تېرې شپې په عملياتو کې دوى ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

سلګونو وسله والو طالبانو له تېرو ١٢ ورځو راهيسې پر دانګام ولسوالۍ بريدونه کوي چې له امله يې په سيمه کې ملکي وګړي بند پاتې شوي دي .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.