کندوز(پژواک، ٢ مرغومى ٩٣): په کندوز ښار کې د مقناطيسي ماين چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي او د ملي اردو يو رېنجر موټر يو څه زيانمن شوى.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته دوه نيمې بجې د عرض بيکي جومات مخې ته د کندوز ښار د کنجاړه پلورنې بازار کې وشوه.
د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ماين د ملي اردو تر رېنجر موټر لاندې ځاى پر ځاى شوى و، چې د چاودنې له امله يې دوه ملکي وګړي چې له هغه ځايه تېرېدل، ټپيان شول.
هغه زياته کړه چې په ياد موټر کې څوک نه و، خو د پېسې ساحې ته نږدې هټيوال عاقبت الله وويل چې په دې چاودنه کې يو ١١ کلن ماشوم او يو بل سړى ژوبل شوي ، چې د پوليسو له خوا روغتون ته ولېږدول شول.
دغه اوسېدوکي زياته کړه چې په دې وروستيو کې په کندوز ښار کې چاودنې زياتې شوي او خلک يې وېرولي دي.
تېره ورځ هم په کندوز ښار کې د ميوند بانک مخې ته د پوليسو په رېنجر موټر کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او درې نور ملکي وګړي او درې پوليس ټپيان شول.
د ويلو ده چې په وروستيو څو مياشتو کې د پوليسو پر رېنجر موټرو د مقناطيسي ماينونو چاودنې زياتې شوې چې لسګونه کسان يې ژوبل کړي، خو د ګوتو په شمار کسان يې وژلي دي.
د زياتو دا ډول پېښو مسووليت وسله والو مخالفينو منلى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP